افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې سعودي ته د اسلامي هیوادونو په سرمشریزه کې د ګډون لپارته تللی و نن سه شنبې سهار بیرته هیواد ته راستون شو.
د صدای افغان خبری آژانس، د اسلامي هیوادونو غونډه چې د نږدې پنځوسو هیوادونو مشرانو پکې ګډون کړی و، د تیرې شنبې په ورځ ریاض کې جوړه شوې وه.
دې غونډې ته د اسلامي مشرانو سربیره د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرامپ هم له خپلې کورنۍ سره ګډون کړی و.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې ښاغلي غني په دې غونډه کې د سعودي له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ او د دغه هیواد د ملي امنیت له سلاکار سره هم د غونډې په څنډه کې لیدلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)