دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۳۴
د مطلب کود : 153577
د جنگي جنایتونو نړیوالې محکمې د "بوسنیا قصاب" په عمر بند محکوم کړ

 
د ملگرو ملتونو د یوگوسلاویا د جنگي جنایتونو محکمې د بوسنیا صرب د پوځ پخوانی قوماندان راتکو ملادیچ په جنگي او بشري ضد جنایاتو او نسل وژنې په جرم په عمر بند محکوم کړ.
 
ښاغلي ملادیچ په ١٩٩٠ لسیزه کې د یوگوسلاویا په کورنۍ جگړې کې دخیل و.
 
په هاگ کې نړیوالې محکمې پر ملادیچ باندې د ١١ لگول شویو تورونو لس تورونه تائید کړل چې په هغو کې شکنجه کول، قتل، تبعید، ترور او پر ملکي وگړو باندې غیر قانوني بریدونه شامل دي.
 
د محکمې د پریکړې د اعلانولو پر وخت قاضي الفونز اوري وویل "تر سره شوي جرمونه د بشریت پر وړاندې تر ټولو بدمرغه جنایاتو له جملې څخه دي چې په کې نسل وژنه او د وژنې کمپونه د بشریت ضد جنایات گڼل کیږي".
 
محکمه وایي ملادیچ نیت درلود چې په سربرینیکا کې د بوسنیا مسلمانان نابود کړي او په سرایوو کې یې پخپله د بمبارۍ او هدفي وژنو کمپاین پرمخ بیوه چې د ملکي وگړو ترمنځ ویره او ډار زیات کړي.
 
د یوگوسلاویا د کورنۍ جگړې دغه قوماندان ملادیچ محکمې ته حاضر کړای شوی و، خو د پریکړې د اعلانولو پر وخت په خونه کې نه و.
 
د "عدالت بری"
 
د محکمې د پریکړې له اورولو وروسته د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون مشر زاید راد الحسین پریکړه وستایله او هغه یې د "عدالت لپاره یوه مهمه بریا" او هغه څه وگڼل چې نړیواله محکمه یې په هکله جوړه شوې ده.
 
راتکو ملادیچ چې د "بوسنیا قصاب" گڼل کیده وروستنی پخوانی پوځي مشر دي چې په محکمه کې په جنگي جنایاتو محکومیږي. د بوسنیا جگړې د ١٩٩٢ څخه تر ١٩٩٥ پورې دوام درلود چې د جگړې وروسته بیا د ملگرو ملتونو دغه محکمه جوړه شوه چې د یوگوسلاویا د کورنۍ جگړې جنگي جنایتونه وڅیړي.
 
د یوگوسلاویا د کورنۍ جگړې په ترڅ کې په ١٩٩٥ کې په سربرینیکا کې ٨٠٠٠ مسلمانان ووژل شول چې په اروپا کې د دوهمې نړیوالې جگړې وروسته تر ټولو بد قتل عام و.
 
د بوسنیا د صربانو سیاسي مشر رادوان کارادیچ هم د ٢٠١٦ کال د مارچ په میاشت کې د نړیوالې محکمې له خوا په جنگي جنایتونو محکوم شو او ۴٠ کاله بند سزا ورته واورول شوه.

https://avapress.com/vdcd5s0f5yt0kk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته