دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ دلو ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۰۷
د مطلب کود : 57437
د افغانستان، پاکستان او بریتانیا دریمه درې اړخیزه غونډه به روانه میاشت په لندن کې جوړه شي

د بهرنیو چارو وزارت وایي، ټاکل شوې ده د افغانستان، پاکستان او بریتانیا دریمه درې اړخیزه غونډه روانه میاشت په لندن کې جوړه شي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زي پرون یوې خبري غونډي ته وویل چې دا غونډه د افغانستان د سولې د بهیر د پرمخ بیولو په هدف جوړیږي.

ویل کیږي چې دا د درو واړو هیوادونو د مشرانو تر منځ دریمه ورته غونډه ده .
پدې غونډه کې د افغانستان او پاکستان ولسمشران او د بریتانیا صدراعظم ګډون کوي

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5o0k.yt05s6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته