د انسان تښتونې په تور نیول شوې مخ پټې لس کسیزې ډلې پېنځه ویشت ورځې وړاندې ایمل نومی یو اتلس کلن ځوان له کامې ولسوالۍ څخه تښتولی و او له کورنۍ څخه یې درې سوه زره دالرغوښتل.
ملي امنیت لومړی د دې ډلې هغه کس نیولی، چې د ایمل له کورنۍ سره یې د پیسو لپاره پر تیلیفون خبرې کولې. وروسته د کامې قومي مشرانو د پاتې نهه کسانو د نیولو او د ایمل د ژغورلو لپاره حکومت ته لاس ورکړی.
د کامې ولسوالۍ قومي مشر وکیل مټاخېل وایي، د دې ډلې درې تنه اوس هم تر څارنې لاندې دي. د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وايي، له دې سره به په ننګرهارکې د انسان تښتونې پېښې کمې شي.
د نیول شوې ډلې مشرخلیل الرحمان نومیږي، چې د لغمان اصلي اوسیدونکی دی.
نیول شویو کسانو منلې، چې د پیسو لپاره یې مالداره خلک تښتول.
دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې په ورځ هم د ملي امنیت سرتېرو یو داکتر، چې میاشت وړاندې د جلال آباد ښار څخه د پيسو لپاره تښتول شوی و د انسان تښتوونکیو له منګولو ژغورلی او په تور یې دوه تنه نیولي دي.
سرچینه: آریانا نیوز