دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۴۲
د مطلب کود : 155674
شاه ولي کوټ کې لا هم واکسین نکیږي؛ د پولیو بله پیښه وشوه

په کندهار کې د پوليو نوې پېښه بیا هم په شاه ولیکوټ والسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

دا سیمه د نړۍ په کچه د ماشومانو د ګوزڼ تر ټولو خطرناکه سیمه اعلان شوې ځکه روغتیاپالان ورته لاسرسی نلري.

په یاده ولسوالۍ کې تر دې مخکې د ګوزڼ یا پولیو ۴ نوري پېښي ثبت شوې.

د کندهار د عامي روغتیا ریس ډاکتر عبدالقیوم پخلا امریکاغږ ته وويل چې د پولیو وروستۍ قرباني یوه ۳۰ میاشتنۍ انجلي ده.

ښاغلي پخلا وویل “دې انجلې ۹ ځله يې واکسین اخیستی موږ تحقیقات کوو چې ستونزه د واکسین په کیفیت کې وه او که بله ستونزه وه چې په اړه به يې بیا درته معلومات در کړو.”

په شاه ولسوالۍ کې د دولت د مخالفو وسله والو طالبانو د یو شمېر سیمه ییزو قومندانانو له لوري د واکسین پر کمپاینونو باندي بندیز د ګوزڼ د پېښو د زیات والي یو لامل بلل کیږي.

د پولیو د ګډ پروګرام مسئولین وايي چې د دولت د مخالفو وسله والو طالبانو مشر تابه د پوليو له پروګرام سره کوم مخالفیت نلري خو د وسله والو طالبانو ځيني سیمه ییزو قومندانان د خپلو غوښتنو د عملي کیدو لپاره د یاد پروګرام په تطبیق کې خنډونه رامنځ ته کوي.

په کندهار کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې یا یونسیف د پوليو د پروګرام یو ویاند نقیب میاخیل وايي چې جنوبي حوزه د ماشومانو د ګوزڼ تر ټولو زیاتي پېښي لري چې په مخ نیوي کې يې د ټولنې همکاري تر بل هر وخت زیاته اړینه ده.

ده زیاته کړه ”جنوب لویدیځه حوزه چې ده په ټوله نړۍ کې د پوليو د زیاتو مثبو پېښو شاهده ده دا ډيري پېښي ښيي چې دلته د پوليو خطر جدي دی نو باید چې ټولنه خپله همکاري زیاته کړي.“

د ګوزڼ پر ضد د مبارزې د ګډ پروګرام مامورین وايي چې د ۲۰۱۷ میلادي کال ځيني نوري نمونې لاهم د لابراتوار تر څېړنو لاندي چې ممکن شمېر يې نور هم لوړ شي.

په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ټولو پېښو شمېر ۱۳ ته ورسیدی چې ۶ يې په کندهار، ۲ په هلمند، ۱ په زابل، ۳ په ننګرهار او ۱ هم په کندوز ولایت کې ثبت شوې ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd5k0foyt0k96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته