دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۱
د مطلب کود : 138475
د جنرال دوستم کور د امنیتي ځواکونو په کلابندۍ کې
د ولسمشر لومړي مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم کور پرون(سې‎شنبې د کب۳مه) د افغان امنیتي ځواکونو له‎خوا کلابند شو.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د سې‎شنبې پر ګیهځ د جنرال دوستم کور ته ټولې غځېدلې لارې وتړل شوې او امنیتي ځواکونه د ولسمشر د لومړي مرستیال کور ته نېږدې په ټولو کوڅو کې ځای پر ځای شول.
یوه امنیتي سرچینه وايي، د جنرال دوستم کور ځکه د افغان ځواکونو له‎خوا کلابند شوي چې جنرال دوستم کابل ته لا ډېر وسله‎وال ځواکونه راوستي، ساتونکي یې څېړنې ته نه دي چمتو او جنرال دوستم په دې برخه کې همکاري نه ده کړي.
د ولسمشر لومړی مرستیال له درېیو میاشتو وروسته د دوشنبې له غرمې وروسته په سختو امنیتي تدابیرو او له ډېرو ساتونکو سره د خپل کاري دفتر ته ولاړ.
خو د سه شنبې په سهار ډېرو پوځیانو د جنرال دوستم کور کلابند کړ.
د کلابندۍ کړۍ له نوي ښار څخه تر قلعه فتح الله، شیرپور او وزیراکبر خان پورې ده.
یوه حکومتي سرچینه وايي چې د ولسمشر د لومړي مرستیال کور په درېیو لاملونو کلابند شوی دی، لومړی پلازمېني ته د لازیاتو وسله والو راوستل، دویم لويې څارنوالۍ ته د ځواب ویلو لپاره له نهو ساتونکو څخه چې له احمدي ایشچي سره په ناوړه چلند تورن وو د هغه د ۷ ساتونکو نه حاضرېدل او درېیم د احمدایشچي د دوسیې د څېړلو په کار کې د ولسمشر د لومړي مرستیال نه همکاري د امنیتي ځواکونو لخوا د ښاغلي دوستم د کور د کلابند کولو لاملونه دي.
په ډېریو واټونو د افغان پوځیانو شتون کابل ښاریان چې له دې پېښې خبر نه دي وېرېدلي او همداراز د خلکو تګ راتګ یې ستونزمن کړی دی.
یو ناروغ کس چې له ګردیز څخه کابل ته راغلی او وايي نوی له جراحي عملیات څخه خلاص شوی او مجبور دی د واټونو د تړل کېدو له امله د ښار له دې برخې پلی ولاړ شي.
هغه وویل:«ناروغ یم عملیات مې کړی دی اوس د روغتون په لور روان یم موټر ته مې اجازه نه ورکوي ځکه چې لارې تړلې دي پلی ځم.»
له بلخوا احمدایشچي د ښاغلي دوستم د کور د کلابندۍ هرکلی کوي او د جنرال دوستم د ساتونکو د بې له ځنډه نیول کېدو او همداراز د ولسمشر د لومړي مرستیال د کار د ځنډولو غوښتونکی دی.
د افغانستان د ملي غورځنګ پخوانی مرستیال احمد ایشچي په دې اړه وویل:«د دولت د صبر کاسه نسکوره شوې او اوس غواړي چې د قوه په استعمال سره تورن ونیسي.»
لویې څارنوالۍ پر جنرال دوستم او د هغه پر ساتونکو د احمد ایشچي د تورونو د څېړلو پر مهال دغو تورونو ته د ځواب ویلو او دغې ادارې ته د حاضرېدو له امله ښاغلي دوستم ته څو لیکونه ولېږل خو د ولسمشر لومړي مرستیال دغو لیکونو ته پام ونه‎کړ او لویې څارنوالۍ هم د نوموړي د ساتونکو د نیولو حکم صادر کړ.
د جنرال دوستم د ۷ ساتونکو د حکم له صادرېدو د څو اوونیو په تېرېدو تراوسه دوی د پلټنو لپاره نه دي حاضر شوي. دا دویم ځل دی چې جنرال دوستم په خپل کور کې د امنیتي ځواکونولخوا کلابند کېږي له دې مخکې د ۱۳۸۶ کال په سلواغې میاشت کې ښاغلی دوستم د اکبربای د وهلو ټکولو په تور د هغه کور د لسو ساعتونو لپاره کلابند شوی و.
https://avapress.com/vdcd5j0fkyt0so6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته