دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۰ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۰۵
د مطلب کود : 151272
جنګ، ماته دی، لاسته راوړنه نه دی

 

 

د ناتو عمومی منشی وایی، صحیح خبره ده چی افغانستان یو باثبات او سوله لرونکی هیواد نه دی خو د تروریستانو پټنځای هم نه دی.

ینس استولتنبرګ؛ د ناتو عمومی منشی وویل: په افغانستان کی وضعیت په اوس حال کی بدلون کړی او افغان امنیتی ځواکونه د ناتو په ملاتړسره توانیدلی ترڅو د طالبانو برنامی د ماتی سره مخ کړی.

هغه زیاته کړه: مشکلات شتون لری خو باید په یاد ولرو چی د طالبانو استراتژیک مقصد، د ولایتونو او مرکزونو اشغال وو خو هغوی ددی کار توان نه درلود او شاته یوړل سو. افغان امنیتی ځواکونه وتوانیدل هر ځل طالبانو بریدونه په مرکز او ولایاتو کی ماتی سره مخ کړی.

د ینس استولتنبرګ په وینا د افغانستان څخه وتلو لګښت، په دی هیواد کی د پاته کیدو لګښت څخه به ډیر وی.

هغه افغانستان اوسنۍ حالت سربیره پردی چی مشکلاتو نه ډک وبلل خو ټینګار وکړ چی په حاضر حال کی دا هیواد د تروریستانو امن پټنځای نه دی.

هغه وویل: هغه لاسته راوړنه چی موږ درلود، همدا چی افغانستان د بین المللی تروریزم لپاره یو پټنځای او لانه نه دی. دا صحیح ده چی افغانستان یو باثباته هیواد نه دی خو د تروریستانو لانه هم نه دی.

هغه وخت چی یو محکم او منطقی خبره د ویلو لپاره نه وی، خلگ اضافه خبرو په ویلو شروع کوی او ددی لپاره چی عارضه خالی پاته نه سی یو څه خبری کوی او اوریدونکو ته خپل خبره رسوی.

د هیواد مسایلو پوهانو په باور، د ناتو عمومی منشی وینا ددی سازمان غړو ناستو کی هم همدا حال او هوا لری.

لکه څنګه چی د ناتو عمومی منشی د خبرو نه راوځی، هغه د ناتو ۱۶ کالو لاسته راوړنو څخه په افغانستان کی دفاع کوی او خلاصه کوی یی او دا چی دا هیواد د تروریستانو پټنځای نه دی.

د افغانستان سیاسی مسایلو کارپوهانو په باور، د ښاغلی ینس استولتنبرګ دا ادعا د څو لوری د نقد او خدشه وړ دی.

لمړۍ لوری دادی چی په افغانستان کی اوسنۍ حاکم وضعیت که وغواړو د لاسته راوړنی نوم پرکښیږدو، په هیڅ عنوان دا لاسته راوړنه مثبت نه سو بللای او خرد او منطق هم امر کوی چی دا لاسته راوړنه سل په سله منفی لاسته راوړنه بلل کیږی.

د پوهانو په باور، افغانستان د نړۍ قدرتونو قوی او پیاوړۍ دولتونو ۱۶ کاله حضور سربیره، خپل بدترینه حالت تجربه کولو په حال کی دی.

د افغانستان اقتصاد خراب شوی دی، سیاست یی خپل خراب وضعیت تجربه کوی، دین او کلتور په دی هیواد کی د سختو بریدونو لاندی راغلی دی او امنیتی ځواکونه او پولیس اردو هم خپل نامناسب وضعیت کی قرار لری چی ددی ټولو لامل ددی هیواد په وړاندی د غرب استعماری لوبی نتجیه ده.

بل لوری هم د ناتو سرانو عوام خطا ایستلو ادعا دی چی افغانستان د تروریستانو لانه په حیث نه معرفی کوی. ناتو عمومی منشی په عجیب توګه ادعا کوی چی افغانستان که سولی او ثبات نه لری، خو د تروریستانو پټنځای هم نه دی.

لوړ ادعا یو جوک او بی خونده مخسری ته ورته دی او ددی سازمان لوی مقام شان څخه لیری خبره دی.

د پوهانو په باور، د ناتو عمومی منشی ادعا برخلاف، د افغانستان څلوړ اړخ اوس د طالب او داعش په شان تروریستانو تحریک او تجهیز او تربیت مراکزو باندی بدل سوی دی او دا هیواد ددی څه څخه خودکفا کیږی او نور تروریست پرور هیوادونو ته اړتیا ونه لری؛ او د ډیرو شواهدو په اساس دا هم د غربی ځواکونو حضور له امله په افغانستان کی دی؛ ځکه چی غربیان په افغانستان او سیمه کی د تروریستانو څخه د جنګ اوږدولو لپاره ګټه اخلی او په راتلونکی کی به واخلی.

ددی نظر په اساس، هغه امریکا چی خپله د افغانستان تروریستانو پټنځای باندی بدلیدو کی اساسی او عمده نقش لری او د سپین ماڼۍ ۱۶ کاله هڅی هم په همدی لوری کی خلاصه سوی دی او البته پاکستان دولت هم په دی پروژو کی فعال مرسته د امریکایانو سره لری او له دی وروسته هم به ولری.

او په آخر کی د ناتو عمومی منشی دا اضافه ګویی چی افغان رزمی ځواکونه د ناتو په مرسته د تروریستانو په وړاندی لاس پورته لری او توانیدلی چی هغوی په شا وټمبوی.

 

پوښتنه داده چی آیا د هغه لااقل ۳۰۰ زره کسیزه اردو چی امریکا او اروپایی متحدینو په شان ملاتړ لری، دا به کامیابی وی چی د ۱۶ کالو حضور نه وروسته تر اوسه هم په جنګ کی وی او ونه سی کړای چی یو یا څو مسلح ډلی چی شمیر یی ۲۰ زرو تنو ته هم نه رسیږی، له منځه یوسی؟!

په هر حال کی، نتیجه دا لاسته راځی چی حتی ناتو سران هم پوهیږی چی د هغوی لوبی نتیجه د افغانستان او د ملت او دولت سره یی، د دفاع وړ لاسته راوړنه د هغوی لپاره نه دی درلودلی او له بل لوری هم د اضافه ویلو څخه نور چاره هم نه لری.

https://avapress.com/vdcd5f0fxyt0kx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته