دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 151678
د سوریی په آسمان کی د صهیونیستانو اوریزه لوبه

 

 

 

د آرتص اسرائیلی ورځپاڼو په ګزارشر سره، اسرائیلی جنګیدونکی د دوشنبه په ورځ د سوریه هوایی ضد واحدونه د ددمشق په ختیځ کی؛ تر هدف لاندی راوړل.

اسرائیل رژیم وایی چی سوری واحدونه ددی هیواد جنګیدونکی په وړاندی چی په لبنان کی د کشفی عملیاتو په ترسره کولو کی وو، راکتونه غورځولی دی.

ددی رژیم ځواک پّ وینا اسرائیلی جنګیدونکی د سوری راکتونو تر هدف لاندی نه دی راغلی او د اسرائیل جنګیدونکی هوایی بریدونه دوه ساعته وروسته د دمشق په ۵۰ کیلومتری کی صورت نیولی دی.

د اسرائیل رژیم ځواک یو ویاند وویل: د هغه اطلاعاتو په اساس چی لرو، دا هوایی ضد واحدونه د سوریه رژیم ترکنترول لاندی دی او موږ سوریه دولت ددی اوریزی لوبی مسؤول بولو.

تیره میاشت سوریه دولت هم اعلان کړ چی اسرائیلی ځواکونه یو نظامی پایګاه ددی هیواد ختیځ کی مصیاف ښار ته نږدی ترهدف لاندی راوړی دی.

اسرائیلی رسنۍ اعلان کړ چی دا برید د کیمیاوی اسلحو جوړونی یو کارخانه تر هدف لاندی نیولی وو.

د خاورمیانه مسایلو تحلیلګرانو په باور، سوریه ته د اسراییل ننوتنه چی اوس په شکاره توګه بریالیتوب په لړ کی دی، شکاره کوی چی سوریه کی بحران، تازه ابعاد پیدا کړی دی او په قوی احتمال سره، په راتلونکی کی به د نویو پیښو او سناریوګانو شاهدان به یو.

دا سناریو وی په قوی احتمال سره، د تل آویو تروریستی ډلی او هغه سیمه ایز مزدورانو لپاره د سوریه په خاوره کی یو آلترناتیوی وی.

په دی حساب سره، د پوهانو په باور، اسرائیل رژیم پخ سخته توګه د دمشق دولت بیرته قدرت نیونی باندی اندیښمند دی او په همدی اساس، تازه نقشو تر لاس لاندی نیولو سره هڅه به وکړی ترڅو ددی بیروونکی کابوس د عملی کیدو څخه مخنیوی وکړی.

د سوریه ځواک هوایی ځواکونو راهبردی پایګاوو له منځه وړل، د مهمو اهدافو څخه دی چی کولای سی د سوریه دولت دفاعی قدرت تضعیف کړی او په راتلونکی کی د اسراییل رژیم سره مخامخ کیدو مخه ونیسی.

اسراییل هیڅ وخت د سوریه سره مستقیم مخامخ کیدنی امکان منطقی نه دی بللی؛ ځکه چی دا رژیم، د جولان راهبردی لوړ نقطی عملا او په غیری قانونی توګه اشغال کړی دی او سوریه هم ډیر ځلی په رسمی توګه اعلان کړی دی چی ددی سیمو بیرته نیولو پوری به د اسراییل او سوریه ترمنځ هیڅ سوله رامنځته نه سی.

په دی حساب سره، اسراییل او سوریه، د یو بل دشمن په حیث پیژندل سوی دی او ددواړو لورو ترمنځ جنګ رامنځته کیدنی احتمال هر وخت وو؛ همغه وضعیت چی د اسراییل ګاونډیانو په نسبت بیله مصر هم برقراره دی.

په دی منځ کی، په سوریه کی جاری بدلونونه، د فلسطین صهیونیست حاکمانو څخه یو بل اندیښنه هم خوب له منځه وړی دی او هغه د سوریه دولت مقتدر متحدانو مستقیم حضور د هغه هیواد جنګ کی د اسراییل ملاتړ لاندی تروریستانو سره دی.

په سوریه کی د سوریه ځواک یو په بل پسی بریالیتوب او په سوریه کی تکفیری تروریستانو ماته، اسراییل ډیر ځلی خپل اندیښنه بالخصوص په سوریه کی د ایران حضور څخه مطرح کړی دی. دا غوښتنه د صهیونیستی رژیم لمړۍ وزیر بنیامین نتانیاهو په مسکو کی د ولادیمیر پوتین سره هم شریک کړ؛ خو پوتین، په سکوت او چوپتیا سره ددی بحث څخه تیر او کوم ځواب ورنه کړ.

دی مسایلو ته په کتو سره، د صهیونیستانو اوریزه لوبی د سوریه په خاوره کی، ډیر ارزښتناکه او بیلابیل انګیزی او مقاصد لری او شکاره کوی چی دا رژیم، د تروریستانو ماتی او سوریه دولت او متحدانو بریالیتوب نه وروستیو ته ځان آماده کوی.

دا کار ته په کتو سره، ددی تازه سناریو راتلونکی د سوریه متحدانو لکه روسیه او ایران او حزب الله خپل غبرګون سره به وټاکی.

آیا هغوی خپل سکوت سیاست او بی طرفی د اسراییل رژیم متجاوزانه قدرت نمایش په وړاندی، ادامه ورکړی یا همغه ډول چی د تروریزم سره جنګ کی د دمشق دولت سره ودریدل، د اسراییل په وړاندی هم مشابه موضع ونیسی؟

په حاضر حال کی، یو دقیق ځواب په دی برخه کی شتون نه لری؛ ځکه د سوریه دولت بریالیتوب وروسته د تروریزم په جنګ کی د اسراییل نهایی تصمیم نه دی معلوم او له بل لوری، د اسراییل او سوریه مخامخ کیدنه، د سوریه او تروریزم سره مخامخ کیدنی سره به ډیر توپیر ولری.

https://avapress.com/vdcd5f0fjyt0k96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته