دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۱۲
د مطلب کود : 136774
د حکومت پر اقتصادي او له فساد سره د مبارزې په تګلارې بې باوري
د افغانستان د ستراتیژیکو او سیمه‎ييزو مطالعاتو مرکز یو نوی رپوټ ښيي چې ډېری هېوادوال ،د هېواد له اداري فساد سره د مبارزې په تګلارې باور نه‎لري.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی: د دغه مرکز د نویو څېړنو له مخې،لږ تر لږه ۹۰ سلنه هېوادوال په دې باور دي چې په هېواد کې ښه ‎حکومتوالي له ننګونې سره مخ ده. د افغانستان د سولې د بهیر په اړه دغه رپوت لیکلي چې د تېرو ۱۵ کلونو په لړ کې د سولې عالي شورا د سولې د ټينګښت په برخه کې،هېڅ لاسته راوړنه نه‎ده لرې. د ستراتیژيکو او سیمه‎يیزو څېړنو د مرکز په رپوټ کې په تېرو ۱۵ کلونو کې د افغانستان وضعیت څېړل شوی دی. په دغه رپوټ کې د سولې، د حکومت د بهرني سیاست، اداري فساد، د کډوالو او بې ځایه شویو د وضعیت، اقتصاد، امنیت او جنايي جرمونو په اړه څېړنه شوې ده. دا مرکز د ملي یووالي حکومت په ټولو برخو کې ناکام بولي. د ستراتېژیکو او سیمه‎ييزو څېړنو مرکز رییس عبدالباقي امین په دې اړه وویل:«حکومتوالي ډېره نیمګړتیا لري او د هغه د ښه‎والي لپاره کار نه دی شوی.» د دغه مرکز د نویو څېړنو له مخې ۷۶ سلنه افغانان وايي چې حکومت د اداري فساد په برخه کې صادقانه کړنه نه‎کوي. دا مرکز د سیاسي ارادې نشتوالی، د عدلي او قضايي ادارو ناتواني او په دولتي ادارو کې د زورواکو نفوذ له اداري فساد سره د مبارزې د بهیر د ناکامۍ اصلي لاملونه بولي. د ستراتېژیکو او سیمه‎ييزو څېړنې مرکز غړي حکمت الله ځلاند هم په دې اړه څرګنده کړه:«په دغې څېړنه کې له هغو کسانو سره خبرې اترې شوي دي چې زده‎کړې یې کړي او لږ تر لږه لیسانس لري.» د ستراتېژيکو مطالعاتو د مرکز په رپوټ کې راغلي د سولې عالي شورا د سولې په برخه کې هېڅ لاس ته راوړنه نه‎لري. د دغه مرکز غړي احمد بلال خلیل وویل:«د اداري فساد او د سولې د عالي شورا ترمنځ د همغږۍ نشتوالی،د سولې د عالي شورا د ناکامۍ اصلي لاملونه دي.» د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز د څېړنو پر بنسټ ۷۱ سلنه ځواب ورکوونکي د هېواد اقتصادي وضعیت ته هیله من نه دي. ۸۹ سلنه وايي چې حکومت د کاري زمینو په برابرولو کې ناکام وو. ۸۰ سلنه په دې باور دي چې د افغانستان امنیت به له دې ډېر خراب شي. له بلخوا ۵۸ سلنه ځواب ورکوونکي په دې باور دي چې د افغانستان امنیت به لا خراب شي. د پوهنتون استاد محمد زبیر شفیقي وايي:«زه فکر کوم چې دغه رپوټ د هغو کسانو لپاره چې د سولې،اداري فساد،امنیت او نورو مسایلو په اړه غواړي څېړنه وکړي،یو ښه لارښود دی.» د ستراتيژیکو او سیمه ایزو مطالعاتو مرکز په دغو څیړنو کې د افغانستان په لویو ښارونو کې له ۷۰۱ تنو سره خبرې کړې دي. په همدې حال کې ولسمشرۍ ماڼۍ د دغه رپوټ د خپرېدو په غبرګون کې د دوو کلونو په لړ کې له خپلو لاسته راوړنو څخه دفاع کړې او وايي چې ملي یووالی حکومت توانېدلی چې په کورنۍ پانګونه کې ښې لاسته لاوړنې ولري. د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه‎حسین مرتضوي ویلي:«ملي یووالي حکومت د دوه کلونو په لړ کې ډېره لاسته راوړنه‎لرلې ده.تاسو په جریان کې یاست چې بیخ بنسټونو په برخه کې کورنۍ پانګونه زیاتوالی موندلی او همدارنګه د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره نوي مسیرونه پرانیستل شوي دي. د اداري فساد په اړه له شک څخه پرته ستونزې شته،خو ټول له دغې ښکارندې سره د مبارزې لپاره سیاسي اراده لري.او همدارنګه د عدلي او قضايي مرکز په رامنځته کېدو سره مو ګامونه پورته کړي دي.» د ستراتېژیکو او سیمه‎يیزو مطالعاتو مرکز په دغو څیړنو کې د افغانستان په لویو ښارونو کې له ۷۰۱ تنو سره خبرې کړې دي.
https://avapress.com/vdcd590foyt0s56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته