دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۱
د مطلب کود : 156574
نیکي هیلي: افغان سولې ته هیلې زیاتې شوي

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحد ایالتونو سفیرې وویل چې تر بل هر وخت په افغانستان کې سولې ته هیلې زیاتې شوې دي.

نیکي هیلي پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې خبریالانو ته وویل چې اوس باید نړیواله ټولنه د دې خبرو ملاتړ وکړي:

"په افغانستان کې موږ فکر کوو چې سوله ډېره مهمه ده، موږ فکر کوو چې د سولې مېز ته د طالبانو راتګ ډېر مهم دی او موږ فکر کوو چې ټوله نړیواله ټولنه دې ته اړتیا لري چې د دې بهیر ملاتړ وکړي نو موږ به وتوانیږو چې هلته سوله ولرو."

د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي د سې شنبې په ورځ ویلي و چې له طالبانو سره غیر رسمي تماسونه جاري دي او په ملي او نړیواله کچه د سولې د راوستو لپاره شرایط برابر شوې دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd590foyt0kk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته