دخپریدو نیټه :شنبه ۳ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 101005

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي؛ که سعودي عربستان وغواړي د افغان سولې په پروسه کې ډير اغیزمن کارونه کولای شي.
د دې شورا یوه لوړپوړي غړي قاضي محمدامین وقاد نن ازادي راډیو ته وویل؛ د عربستان چارواکي او شیخان پر هغو طالبانو چې په افغانستان کې تحرکات لري ډېر اغیز لري او که وغواړي کولای شي له دې لارې د سولې په ټينګښت کې ډېره مرسته وکړي.
"هیله من یم که د سعودي عربستان او د خادم الحرمین عبدالله توجه سولې ته شي په هغه صورت کې به هغوی وکولای شي؛ کوم نظریات چې د جنګ د تقویې په نسبت ورکول کیږي؛ هغه سولې ته راواوړي."
ښاغلي وقاد وویل، دا چې افغان ولسمشر عربستان ته په خپل اوسني سفر کې سوله هم یادوي؛ نو کیدای شي به دې برخه کې ځینې مثبت ځوابونه ترلاسه کړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری ازانس(اوا)
https://avapress.com/vdccxsqsp2bqxx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته