دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۲۷
د مطلب کود : 155006
جمهوررئیس غني: زموږ بندرونه پر ازادو اقتصادي زونونو بدلېږي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د بین المللي سوداګرۍ خونې له غړو سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په افغانستان کې د بین المللي سوداګرۍ خونې مدیره پلاوي رئیس حاجي مایل خیرخواه خبرې وکړې وې ویل، موږ د خصوصي او عامه سکتور خدمت ته چمتو یوو، ترڅو وکولای شو په کور دننه او بهر خپلې سوداګرېزې اړیکې تامین کړو.

هغه زیاته کړه، په افغانستان کې د بین المللي سوداګرۍ خونې د جوړېدو موخه خصوصي سکتور ته خدمت کول دي او په دې خونه کې ۳۵ سوداګر راټول شوي چې په واحد نظر، منسجمې او عملي برنامې سره فعالیت کوي.

وروسته په افغانستان کې د بین المللي سوداګرۍ خونې موسس غړي او عامل رئیس عبدالقادر بهمن خبرې وکړې وې ویل، زموږ هڅې د سوداګرۍ په برخه کې د فعالیتونو د سټندرډ جوړول دي او موږ هڅه کوو چې په افغانستان کې د بین المللي سوداګرۍ خونې له ظرفیت او تجربو څخه ګټه واخلو.

هغه په افغانستان کې د بین المللي سوداګرۍ خونې په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ د طرحو د تطبیق او یادې خونې لپاره د ځای په اړه خپلې غوښتنې مطرح کړې او د اقتصاد عالي شورا کې یې د دې خونې د استازي د حضور غوښتنه وکړه.

وروسته په افغانستان کې د بین المللي سوداګرۍ خونې د پانګونې مرستیال احمد راتب پوپل خبرې وکړې او د کانونو په برخه کې یې د سوداګریز بیلانس او پانګونې د ارزښت په اړه مفصل معلومات ورکړل.

ورپسې د افغانستان د نفت او ګاز شرکتونو اتحادیې رئیس او په افغانستان کې د بین المللي سوداګرۍ خونې ستر سلاکار اذرخش حافظي خبرې وکړې وې ویل، د سوداګرۍ خونه د ښه ملي میکانیزم او جوړښت تر څنګ کاري او موثر ځواک لري چې هڅه کوي په لومړنۍ پانګې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره کار وکړي.

هغه د سوداګرو د ملاتړ په برخه کې د حکومت د لاسته راوړنو د ستاینې ترڅنګ وویل، د زېرمو او د نفت او ګازو مدرن ترانسپورت په برخو کې ښه پانګونه شوې ده.

جمهوررئیس د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، ستاسې طرحې به د اقتصادي مشاوریت له خوا وارزول شي او په اقتصاد عالي شورا کې ستاسو حضور او د لیدلورو اورېدو لپاره فرصت برابرېږي چې له ارزونې وروسته به اړین تصمیم ونیول شي.

هغه زیاته کړه، د خصوصي او دولتي برخې د همکاریو بڼه باید واضح شي، ترڅو وکولای شو د مالي، فکري او بشري سرچینو له پانګې څخه استفاده وکړو.

جمهوررئیس د هغوی له وړاندېزونو د هرکلي ترڅنګ وویل، موږ هڅه کوو د هېواد په بندرونو کې د اعتماد وړ سیستمونه جوړ کړو، ترڅو هم سوداګرو ته اسانتیاوې رامنځته شي او هم د هېواد په عوایدو او اقتصادي وده کې موثر وي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، زموږ بندرونه پر ازادو اقتصادي زونونو بدلېږي او د پانګونې او کارموندنې لپاره فرصت رامنځته کوي.

د هېواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې اقتصاد عالي شورا کې د افغانستان کې د بین المللي سوداګرۍ خونې د یو استازي حضور سره موافقه وکړه وې ویل، موږ له خصوصي سکتور څخه واضح تحلیل غواړو او دې تحلیل ته په ځانګړي ډول د دولت د خریدارۍ او صادراتو په برخه کې اړتیا لرو.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxpqse2bqpx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته