دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۰۷
د مطلب کود : 145403
په افغانستان کی داعش؛ د مسکو اصرار، د کابل انکار
د افغانستان دفاع وزارت ویلی دی چی هیڅ مدرک شتون نه لری چی د روسیه خارجه وزارت ادعا په دی اړه چی ناپیژانده هلیکوپتری په افغانستان کی داعش ته مرسته رسوی، تایید کړی.
د پنجشنبه په ورځ ماریا زاخارووا؛ د روسیه خارجه وزارت ویاند وویل: مسکو تازه اطلاعات په اختیار کی لری چی ناپیژانده هلیکوپتری افغانستان ته داعش مسلح کسان لیږدوی او سربیره پردی، د افغانستان په ختیځ کی هغوی ته اسلحی او مهمات رسول کیږی.
هغه د افغانستان دولت چارواکو او آمریکایی قوماندانانو او ناتو څخه وغوښته چی په دی اړه دی توضیح ورکړی.
محمد رادمنش؛ د دفاع وزارت ویاند معاون وویل چی په تیرو کی هم داسی ادعاوی مطرح سوی؛ خو د افغانستان دولت څیړنی ښودلی دی چی دا موضوع حقیقت نه لری.
ښاغلی رادمنش وویل چی ښه دی روسیه خپل مدارک او اسناد په دی اړه د افغانستان دولت ته وسپاری.
هغه وویل چی کیدای سی روسیه هم د ځینو دستګاوو او ډلو د شایعاتو په خپرولو سره، دا اظهارات مطرح کړی وی.
کارپوهان وایی چی د کابل غوښتنه د مسکو څخه د اسنادو د ارائه کولو لپاره، هغه معقول موضع دی چی د کابل له لوری د اتخاذ انتظار کیدله.
د پوهانو په باور، اوس توپ د روسیه په ځمکه کی دی او مسکو باید ثابت کړی چی داعش څنګه د هلیکوپترانو له لوری مالی، تسلیحاتی او انسانی ځواک تر ملاتړ لاندی نیول کیږی او ورځ په ورځ قدرتمنده کیږی.
د روسیه خارجه وزارت ویاند، مشخصآ د توره بوره استراتژیک سیمی سقوط ته اشاره وکړه او وویل چی مسکو داسی اطلاعات په اختیار کی لری چی شکاره کوی ددی سیمی د سقوط نه مخکی د داعش په لاس، ۵۰ تروریستی ځواکونه د داعش د مرستی لپاره په دی سیمه کی، پیاده سوی دی.
په دی حساب سره، داسی په نظر نه رسیږی چی هغه څه چی د روسیه له لوری د افغانستان لپاره مطرح کیږی، بیله کوم مدرکه او یواځی یو ادعا وی.
احتمالآ روسیه داسی دقیق اطلاعاتو ته لاسرسی لری چی دا ادعاوی تاییدوی.
که مسکوپه دی برخه کی د کابل غوښتنی مطابق عمل وکړی، په وړاندی یی د امنیتی ځواکونو څخه به هم انتظار ولری چی د داعش د مبارزی لپاره او د روسیه د اندیښنو ډیریدو د مخنیوی لپاره، په دی برخه کی په جدی توګه عمل وکړی. بیله دی، د مسکو اطلاعاتی همکاری کابل سره، په دی برخه کی بی ګټی وی.
که کابل هم د مسکو انتظار ته په متقابل کی مثبت او مطلوب ځواب ورکړی، هغه وخت به د روسیه او افغانستان ترمنځ د داعش تروریستی ډلی سره مبارزی او د داعش ملاتړ کوونکو سره مقابلی مشترک او قوی اطلاعاتی همکاری به شکل ونیسی او په دی ترتیب، په افغانستان کی د داعش په رهبری د تروریزم سره مبارزی لپاره به نوی فصل به شکل ونیسی.
ددی همکاریو شکل نیونی په وړاندی ځینی خنډونه هم شتون لری. ددی پیښی سره د آمریکا احتمالی مخالفت، په دی برخه کی د مهمو چالشونو څخه دی.
که آمریکا حتی په افغانستان کی د داعش قدرت نیونی ته هم مساعد نظر ونه لری او ناپیژانده هلیکوپتران د مسکو په ادعا سره، مستقیمآ امریکایی او ناتو ځواکونو پوری تړلۍ نه وی، بیله شکه دا باندی زړه نه ښه کوی چی روسیه هغه تجربه چی په سوریه کی داعش په وړاندی مقابلی لپاره ترسره کړی دی، په افغانستان کی هم ترسره کړی.
په سوریه کی هغه وخت چی روسیه راسآ عمل ته لاس پوری کړ، داعش ډیر پراخ سیمی له لاسه ورکړی، ددی تروریستی ډلی عملیاتی او جنګی قدرت ډیر کم سو او د سوریی ځواکونه بریالیتوب ته لاره ومونده.
دا د آمریکا د مطلوب وړ نه وو. په همدی دلیل، اوس آمریکا د کرد شبه نظامیانو څخه ملاتړلپاره، د رقه د آزادولو او د سوری ځواکونو عملیاتونو مخنیوی لپاره چی د داعش پایتخت آزاد نه کړی، په بهانی سره په یوه پیښه کی، سوری جنګیدونکی  جت په رقه کی له منځه یوړل. هغه اقدام چی د روسیه او سوریه له لوری د امریکا ملاتړ د داعش څخه، تلقی سو.
په دی حال کی، د روسیه سره راهبردی همکاری د داعش د منځه وړلو لپاره، د افغانستان ملی امنیت اصول او استراتژیک سره همخوانی لری؛ حتی که آمریکا ددی پیښی مخالف هم وی. په همدی دلیل معقول خبره د روسیه ادعاوو په وړاندی، د هغه اثبات کوونکی شواهدو او اسنادو لاسته راوړل دی نه د مسکو اصرار او د کابل انکار.
https://avapress.com/vdccxpqs12bq008.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته