دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۳۶
د مطلب کود : 138203
د ورستو افغانیو د راټولولو له اعلان سره سم افغانۍ پنځوس پوله راټیټه شوې
د شهزاده سرای د صرافانو ټولنه وايي، د افغانستان بانک د ورستو افغانیو د راټولولو له اعلان سره سم افغانۍ پنځوس پوله د نورو بهیرنیواسعارو په وړاندې خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د شهزاده سرای د صرافا نو ټولنې ویاند حاجي ځیرک وايي، د افغانستان بانک باید د افغانۍ د ارزښت ساتني لپاره باید د ورستو افغانیو د بند یدو پرځای له نورو منظمو پلانونو کار واخلي.
د حاجې ځیرک د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان بانک له اعلانه دوه اوونۍ تېرې شوي؛ خو د افغانۍ ارزښت ۵۰ پوله راټیټ شوی دی.
د هغه په وینا؛ د افغانۍ د راټیټیدو یوازنی لامل د بانک اعلان دی.
د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش هم د افغانستان بانک له لوري د ورستو افغانیو د بندولو اعلان د اسعارو له سیاست سره په ټکر کې بولي او وایي، چې دا کار کولی شي د افغانۍ ارزښت په بازارکې نور هم زیانمن کړي.
نوموړی زیاتوي، افغانستان بانک باید له نورو طریقو دا کار کړی وای.
د نوموړي په وینا؛ په بانک کې د نامسلکې کسانو شتون د افغانۍ په وړاندې ستونزي رامنځته کولی شي.
د افغانستان بانک مرستیال قسیم رحیمي وايي، له دې کار څخه مو موخه د افغانیو د ساتنې لپاره د خلکو هڅول دي.
هغه زیاتوي، زړې او ورستې افغانۍ په هر وخت کي چلند لري؛ خو دا کمپاین د افغانیو د نامناسبه ساتنې لپاره پیل شوی دی.
د نوموړي په وینا؛ مونږ هغه نوټونه، چي رنګ شوي وي، لیکل پرې وي او یا يې رنګ خراب شوی وي هغه به د نوي کال له پیل وروسته له چلنده وایستل شي.
هغه دا هم څرګنده کړې، چې د افغانیو د ساتني او نظارت لپاره مو هم پروګرمونه جوړ کړي دي.
د افغانستان بانک هر کال نږدي درې میلیارد ورستې افغانۍ سوځوي او نوې هغه بازار ته وړاندې کوي؛ خو اوس مو هم بازارو نه له ورستو افغانیو ډک دي.
https://avapress.com/vdccx4qs12bq1i8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته