د افغانستان په ننګرهار ولایت کې ځایي امنیتي چارواکي وایي د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو پر یوه پټنځای امریکایي ځواکونو هوایي برید ترسره کړی چې په ترڅ کې درې وسله وال وژل شوي.
چارواکي زیاتوي، چې د داعش وسله والو پر خلاف تازه هوایي برید د هسکې مینې ولسوالی په اړوند سیمه کې ترسره شوی.
د ننګرهار امنیه قومانداني هم په یوه بیان کې لیکلي، چې د ننګرهارولایت هسکې مینې ولسوالی په مربوطاتو کې درې داعش وسله واله وال ووژل شول .
خبرپاڼه زیاتوي، چې تیره ورځ د هسکې مینې ولسوالی د اوغز په ساحه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د داعش په پټنځای هوایي برید ترسره کړی چې په ترڅ کې درې تنه داعش وسله وال وژل شوي .
د امنیه قومانداني په وینا، په ترسره شوی برید کې ملکي وګړو ته زیان نه دې اوښتې .
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱ سیلا قول اردو چارواکو تیره اونی وویل چې د هوایي بریدونو په ترڅ کې په مامند شین سیمه کې لږ تر لږه ۲۵ تنه وسله وال وژل شوي دي.
د سیلاب قول اردو په وینا، په دغو هوایي بریدونو کې ملکی وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتې.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.