ننګرهار چارواکي ویلی، په دی ولایت کې د دولت مخالفین خپل منځي نښته شوی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی د ننګرهار چارواکی زیاتیوی، چې پېښه پرون دیاد ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په اړونده سیمه کې شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاني په دی اړه رسنیو ټه وایی، طالبانو وسله والو خپل منځي نښته کې ۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغوی وایی، چې په یاد جګړه کې یو وسله وال طالب وژل شوی او ۲ تنو نو ټپیان شوي.
خو تر وسله والو طالبانو په دی اړه څه نه دی ویلی.
سرچينه : خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل