دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 151811
پاکستان؛ سیاسی ړنګونه، نظامی حضور

 

 

 

آمریکا یو ځل بیا پر پاکستان باندی فشارونه ډیر کړی او د هند څخه غوښتی دی ترڅو د آمریکا سره د پاکستان پر اعمالو باندی نظارت لپاره همکاری وکړی.

نیکی هیلی؛ د آمریکا دایمی نماینده په سازمان مالل کی، د چهارشنبه په ورځ د هند- آمریکا دوستی شورا ناسته کی وویل چی واشنګتن د افغانستان په مسایلو کی د هند برجسته نقش غوښتونکی دی.

آغلی هیلی د افغانستان لپاره د آمریکا استراتژی ته په اشاری سره وویل چی ددی استراتژی اساسی ستون د آمریکا او هند ترمنځ د استراتژیک همکاریو ډیریدنه ده.

هغې زیاته کړه: دونالد ترامپ؛ د آمریکا ولسمشر د تروریزم پټنځایونو په وړاندی سخت موقف اختیار کړی دی او په افغانستان کی د آمریکا مقصد دادی جی ترڅو د تروریزم مراکز له منځه یوړل سی او مخه یی یی ونیول سی.

هغې ټینګار وکړ چی آمریکا د تروریستی لانو د منځه وړنی لپاره په هر هیواد کی چی وی خپل ټول دیپلماتیک او نظامی قدرت څخه ګټه اخلی.

آغلۍ هیلی زیاته کړه: پاکستان د آمریکا کلیدی ملګری دی؛ خو په دی هیواد کی تروریستی پټنځایونو شتون په هیڅ وجه نه منو.

په دی منځ کی، سیمه ایز مسایلو کارپوهان وایی چی د واشنګتن له لوری یو شفاف او بی پرده صریح تګلاری اخذ یو مهم اوبرخلیک جوړوونکی ضضرورت دی او دا چی د کابل کلونو صبر وروسته، دا پیښه اوس د واشنګتن نوی استراتژی کی افغانستان او آسیا جنوب ته رامنځته کیږی، بیله شک دا کار دقدر وړ دی.

پاکستان د هغه درانده زیانونو په وړاندی چی افغانستان دولت او خلګو باندی په دی کلونو کی تحمیل کړی دی، یو ورځ باید ددی عمل نتیجه لیدلای وای او اوس داسی په نظر رسیږی چی ددی عمل لپاره مناسب وخت رارسیدلی دی.

د کار تردی ځایه پوری هم افغانستان او هم آسیا نوب د ترامپ نوی استراتژی سره موافق دی؛ خو مشکل د هغه ځایه شروع کیږی چی آمریکا نه غواړی ټول حقیقتونه په افغاسنتان کی پاکستان نقش په اړه ووینی. پاکستان بیله کوم اغراق داسی هیواد دی چی د افغاسنتان ټول اخیر ۴۰ کاله تاریخ خپل نوم باندی ګرځولی دی.

دا کار د ډیرو پوهانو په باور، کابل ترڅو چی یو قوی او پیاوړۍ دولت ونه لری چی د اسلام آباد هر توطئی مخه ونیسی، پاکستان کولای سی خپل سیاسی حیات ته د غیر حضور نه بغیر ادامه ورکړی؛ خو د پاکستان حضور او نقش نه بغیر، دا مکان د تصور وړ نه دی.

شاید دا لږ څه عجیب شکاره سی؛ خو کافی د هیواد پیښو ته یو کتنه وسی. پاکستان بیله شکه، ددی پیښو تر شا قرار لری او دا د هغه هیواد قدرت د وضعیت په مدیریت کی ښیی.

آمریکا هم بیله شکه ددی څخه ښه خبر لری؛ خو نه غواړی ټول حقیقت په دی برخه کی ووینی، په اساس یی تصمیم ونیسی او عمل وکړی.

د ترامپ نوی استراتژی او هغه مواضع چی هره ورځ د امریکایی دیپلماتانو له لوری مطرح کیږی، ټوله د پاکستان په وړاندی دی. دا په داسی حال کی چی دا د کابله په ګټه نه دی؛ ځکه کابل پوهیږی چی پاکستان د افغانستان سیاسی برخلیک پروسه کی، پاک کړل سی، ناچاره باید تاوان یی په نظامی او امنیتی برخه کی ورکړی.

یعنی په افغانستان کی پاکستان باید سیاسی نقش ولری خو دا کار د آمریکایی اهدافو او ګټو سره هملوریتوب نه لری او همدا کار د وضعیت پیچلتوب لامل سوی دی.

https://avapress.com/vdccssqss2bqp48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته