دخپریدو نیټه :شنبه ۲ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۶
د مطلب کود : 141416
پر شاهین قول اردو برید وروسته ولسمشر غني بلخ ولایت ته ورسېد

د افغانستان په شمال بلخ ولایت کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو خونړی برید وروسته ولسمشر محمد اشرف غني نن دغه ولایت ته سفر وکړ.

د صدای افغان خبری آژانس، ارګ ماڼی وایي، په ۲۰۹شاهین قول اردو کې له پرونۍ پېښې وروسته، جمهوررئیس محمداشرف غني نن غرمه بلخ ولایت ته ورسېد.

که څه هم د قربانیانو کره شمیر تر اوسه نه دي په ډاګه شوي خو راپورونه ښیي چې په دغه برید کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په همدې حال کې په شمال کې د ۲۰۹ شاهی قول اردو وایي، په دغه برید کې ۱۱ تنه د ملي سرتیري وژل شوي او نږدې ۱۵ نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې روټیرز خبري اژانس د امریکا متحدو ایالتونو یوه پوځي ویاند جان توماس له قوله لیکلي، چې دغه برید ‘لویه ضربه ‘ وه چې په وینا یې ښايي قربانیان یې له ۵۰ ډېر وي.

وسله والو طالبانو د یوه بیان په خپرولو سره د دغه برید مسوولیت منلی او افغان عسکرو ته يې د مرګژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccssqse2bq008.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته