دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 117314
د افغانستان او امریکا جمهور رئیسانو ټلیفونې خبرې سره وکړې
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني او د امریکا متحده ایالاتو جمهور رئیس بارک اوباما تېره شپه ټلیفوني خبرې سره وکړې.

په دغو ټلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو مشرانو په کندز کې د بې پولې ډاکټرانو په روغتون د بمبار د پېښې، د افغانستان د امنیتي وضعیت او له افغانستان سره د امریکا د همکاریو د تداوم په هکله خبرې سره وکړې.

بارک اوباما د بې پولې ډاکټرانو سازمان د ډاکټرانو، کار کوونکو او ملکي خلکو د وژلو په خاطر د هېواد جمهور رئیس ته د تسلیت او ډاډګېرنې مراتب وړاندې کړل.

د امریکا جمهور رئیس وویل، د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون بمبار قصدي نه وو او د یادې پېښې د څېړلو او ارزولو دستور یې ورکړی دی. هغه وویل، د بې پولې ډاکټرانو سازمان رئیس سره د ټلیفوني خبرو پرمهال یې د خپلې خواخوږۍ او تسلیت مراتب هغه ته هم وړاندې کړي دي.

جمهور رئیس غني د شمال ولایتونو په ځانګړي ډول د کندز او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لاسته راوړنو په هکله خبرې وکړې. بارک اوباما څرګنده کړه، چې د افغانستان خلکو سخته اونۍ تېره کړه او ډاډ یې ورکړ، چې د امریکا دولت او خلک به د افغانستان د خلکو تر څنګ وي.



د امریکا جمهور رئیس وویل، هېواد به یې په څو راتلونکو اونیو کې د افغانستان د خلکو د دفاع، ملاتړ او لا ډېرو مرستو په خاطر تصمیم نیسي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccsmqs02bqs18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته