دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۴۴
د مطلب کود : 136719
قوم پالنه، د فرصت غوښتونکی لپاره یو چانس!
د تیرو پنځه لس کالو په تیریدو سره چی د دموکراسی، حقوق بشر او... شعارونه ورکول سوی دی؛ خو نژاد او قوم پالنه د هر وخت په شان د قدرت او ثروت ته د رسیدو لپاره ځینی ګټه اخیستل سوی دی. دا بده ګټه اخیستنه ددی باعث ګرځیدلی دی چی د قومونو ترمنځ فاصله پراخوالی پیدا کړی، د ملت جوړونی روند د عمده مشکلاتو سره مخ سی، قومی لید و حکومت او سیاست ته نور هم پررنګ سی. هغه وخت چی خبره د تاجیک، ازبک او هزاره څخه کیږی ډیر خلګ به ومومو چی ځان په دی قوم باندی تړی.

په دی منځ کی یواځی د ساداتو قوم دی چی ددی ډولو پلیدو بد اخلاقیو څخه لیری ځان ساتلی دی. که څه هم د ډیرو جناحو پواسطه هڅه سوی دی چی دا قوم هم د عکس العمل لپاره وهڅوی او هغوی د نورو قومونو سره واچوی. خو ډیری سادات داسی شعارونو ته ځان ورنه کړ، خپل حرمت او هویت وساتله، په دی اخرو کی ځینی کسان پیدا سوی دی چی قدرت ته د رسیدو غوښتنه لری او لکه څنګه چی د نورو سرچینو څخه یی لاس لنډ دی، د ساداتو و هویت لاس اچولی دی او د ساداتو د نوم څخه په ګټه اخیستنی قد پورته کړی دی او د ساداتو د سیاسی هویت شعارونه غوږنو ته رسوی.

که څه هم دداسی کسانو شخصیت شکاره کوی چی دوی د ساداتو څخه د قوم پالنی د وسیلی په توګه غواړی ګټه واخلی یعنی داسی کسان خپل مقصدونه لری او په دی شعارونو سره غواړی خپل مقصدونو ته ورسیږی.

خو که فرضآ داسی فکر وسی چی دا کسان غواړی په نیک او زړه سواند توګه ددی ساداتو نوم پورته کړی او د ساداتو هویت تثبیت کړی، دا پوښتنه پیدا کیږی چی دا ادعا د کوم معرفتی اساس پوری ولاړ دی؟

دا پوښتنه ددی لوری څخه تر توجه لاندی نیول کیږی چی هر خبره تر دی مخکی چی په ټولنه کی ځای پیدا کړی او د ټولو د قبول وړ وګرځی اویا په یو زړه کی کښینی، باید د ویونکو لپاره دلیل لرونکی وی، په بل وینا هغه کسان چی غواړی د ساداتو د هویت شعار مطرح کړی باید معرفتی نظر څخه دلیل ولری چی دا شعار د کومو څیزونو باندی ولاړ دی او یا کوم سنتی او یا مدرن څیزونه هغه په دی باندی هڅولی دی چی داسی شعارونه مطرح کړی.

ددی لپاره چی د شعار ورکوونکی خبری د قبول وړ وی باید خپل خبری د دوو خبرو په اساس وکړی. دا اساس باید د تیری ټولنیزی او د هیواد کلتوری سرچینو باندی ولاړ وی او یا هم د نوی نړی پر مقولاتو باندی ولاړ وی.

افغانستان د لوی دینی او ټولنیز سنت لرونکی دی، زموږ د هیواد د کلتور ستنه، پر دین او اسلامی زده کړو باندی ولاړ دی. آیا اسلام او دین ته په رجوع سره کولای سو د سید افراطی ګرایی په ثبوت ورسوو؟

که څه هم ډیر آیاتونه او روایات کولای سو په دینی زده کړو کی پیدا کړی چی د اسلام دین پیروان د قوم او نژاد پالنی څخه لیری ساتلی دی، دا هم یو مشهور آیات چی هر دین په احتمالی توګه په ذهن کی لری او هغه د حجرات مبارکه سوره آیات دی چی خدای خلګ ته په خطاب سره فرمایلی دی چی: موږ خلګ د واحد پلار او مور څخه پیدا کړی دی او هغه وخت مو هغه دسته دسته او قبیله قبیله کړ تر څو د یو بل څخه توپیر سی. په دی آیه کی دا صراحت لری چی پر نژاد او قوم او د ساداتو سیاسی هویت شعارونو باندی څنګ اچونه اویا هم د ساداتو په نامه اوشکی تویونه په هیڅ عنوان سره د دینی او هیواد د زده کړو سره سموالی نه لری. هر ډول امتیاز طلبی او قوم او قوم پالنه د هر لوری څخه چی مطرح سی د دینی زده کړو سره څنګ نه وهی او ورسره همخوانی نه لری.

دوهم نکته چی بیا هم کولای سو د دینی سنتونو څخه استنباط کړو دادی چی که سادات ځان باندی ویاړی چی د اسلام د پیغمبر(ص) د اولادی څخه دی او هغه پیغمبر چی دهغه په نوم باندی ویاړی هغه فرمایلی دی چی د عرب او عجم او سپین پوستی او تورپوستی ترمنځ هیڅ توپیر نسته. نو په همدی اساس په کوم مبنا سره کولای سو د ساداتو پر سیاسی هویت باندی څنګ کړو او یا تکیه وکړو او یا هم د ساداتو قوم په دی باندی وهڅوو چی خاص هویت ته په رسیدو سره راټول سی؟

بل پوښتنه پیدا کیږی چی د ساداتو سیاسی هویت یعنی څه؟

هغه وخت چی خبره د سیاسی هویت څخه کیږی د هغه څخه هدف یو سیاسی ګوند او تشکیلات دی. سیاسی تشکیلات په معطوف لید سره قدرت ته رسیږی، په دی صورت کی دا پوښتنه پیدا کیږی چی د یو قوم پالنی لپاره یو سیاسی حزب جوړونه به کوم لوری ته روان سی؟ هغه سیاسی ګوند یا حزب چی خپل پر لوړتوب او خاص حق باندی تکیه وکړی د هیتلر په شان حزب ته مشابهت نه لری؟

که داسی نه دی ولی سادات خپل ځان بیل بولی او ولی د نورو سیاسی ګوندونو په تشکیلاتو کی داخل نه سی او خپل ځان لپاره یو خاص ګوند جوړ کړی؟

دوهم، بل نکته چی هر فرضیه کولای سی پر هغه باندی تکیه وکړی، نوی او مدرن خبری دی. په مدرنو شیانو کی کولای سو چی د بشر حقوقو، اوسیدونکی حقوق یا مدنی حقوق، سیاسی حقوق څخه خبره وکړو. پوښتنه دادی چی سید ګرایی یا د سیدانو راټولنه ددی نوی او مدرنو کوم خبرو سره یوشان او مشابهت لری؟

متاسفانه او یا خوشبختانه، د نوی خبرو سره د هیڅ څیز سره مشابهت نه لری او د هیڅ څیز څخه نه سو کولای قوم ګرایی استنباط کړو. نو د همدی لپاره چی سید ګرایی اویا بله ډله نه سی کولای خپل اساس پر سنتی او یا هم مدرن څیزونو باندی ودروی، څنګه ځانته اجازه ورکوی چی خپل بی بناده خبری مطرح کړی او ددی لاری وغواړی سیاسی مانور ځانته ورکړی؟ نو د همدی په اساس هر اعتقاد ددی ډلو څخه معرفتی سرچینه نه لری او هر سیاسی فرضیه چی معرفتی سرچینه ونه لری نه سی کولای چی د قبول وړ وګرځی. دداسی بی دلیله اساسو څخه په ګټه اخیستنی هیڅوک خپل مقصدونو ته نه سی رسیدلای.

لکه څنګه چی دینی زده کړی موږ د مکاره خلګو څخه ژغوری، نوی او مدرنیته څیزونه هم موږ راغواړی چی انسان د انسان د مرستی لپاره دی، هیڅ وخت یو انسان د بل انسان د ګټی اخیستنی په مقصد باید قرار ونه نیسی.

دا لیکنه هم له دی مخکی چی د ساداتو د قوم څخه ګټه واخیستل سی د ساداتو قوم باندی ناظره دی چی باید تر ګټی اخیستنی لاندی باید قرار ونه نیسی او باید د بد اخلاقو انسانانو لپاره د لوړ ختلو لپاره زینه قرار ونه نیسی.
https://avapress.com/vdccseqso2bq1m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته