دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۲۶
د مطلب کود : 146817
کویت او د سعودی لمن ته سقوط

 

د کویت دولت د ایران سفارت ديپلماتانو شمیر او فعالیتونه لږ کړی دی او ددواړو هیوادونو مشترک کمیته تعلیق حالت ته یوړه.

د ایران خارجه وزارت هم په غبرګون کی، د کویت کاردار ددی تصمیم سره اعتراض ښودلو لپاره احضار کړی دی.

د کویت دولت امر کړی ترڅو د ایران سفارت نظامی او کلتوری دفترونه په هغه هیواد کی بند کړی او د ایران سفارت څخه غوښتی ترڅو خپل دیپلماتانو شمیر د ۱۹ څخه ۴ ته لږ کړی. دی دیپلماتانو ته ۴۵ ورځی وخت ورکول سوی دی ترڅو د کویت خاوره پریږدی.

د کویت اطلاع رسونی وزیر وویل چی هیواد یی د جاسوسی شبکه په اړه د محکمی حکم په غبرګون تصمیم نیولی دی چی د دیپلماتونو په برخه کی اقدام باندی لاس پوری کړی.

د کویت دولت امر هغه وخت صادر سو چی د عبدلی هستی پوری اړوند ډلی غړی په ایران کی نظامی زده کړی او ایران او حزب الله لبنان ته د اطلاعاتو په استولو باندی تورن سو.

د کویت دا اقدام د ایران سره اړیکو لږولو لپاره په دی حساس وخت کی، خپل خاص پیامدونه او خبری لری.

دا چی داسی هیواد لکه کویت چی د ایرن سره ښه اړیکی درلودی، تصمیم نیسی چی د ایران سره خپل اړیکی کم کړی، بیله شکه د عربستان ناکامی او قطر تنبیه باندی سرپوخ ایښولو لپاره هڅی دی.

هغه وخت چی سعودی عربستان او همپیمانه یی قطر تر اقتصادی سختو محاصری لاندی قرار ورکړل او یواځنۍ غوښتنه یی د ایران سره د اړیکو کمول وو، د عرب نړۍ عمومی افکار، د سعودی دا موضع څخه ښه راغلاست ونه کړ. د هغه دلیل هم روشانه وو: اعراب په داسی شرایطو کی چی د ایران خطر د غرربی رژیمونو لپاره د سعودیانو، صهیونیستانو او امریکایانو له لوری لوی ښودنه کیږی، ددی انتظار نه کیدله چی سعودی عربستان په دی بهانی سره د عربی مهمو هیوادونو ترمنځ، اختلاف رامنځته کړی.

شاید همدا دلیل وو چی سعودی عربستان او همسو عربی رژیم د هغه سره، بیله دی چی قطر د هغوی ۱۳ شرطونو ته د هغه جملی څخه دایران سره د اړیکو لږولو کی او ترکیه نظامی پایګاوو بندولو سره موافقت وکړی، خپل خبری څخه د قطر په وړاندی شاته ولاړه هغه هم ددی لپاره چی د عرب نړۍ ډیر نفرت او خشم د ځان په وړاندی راپورته نه کړی.

ددی مقصد تحقق لپاره، هغوی یو لوی رسنیزه او تبلیغاتی پوشش ته اړتیا درلودل؛ هغه پوشش چی وکولای سی د اعرابو عمومی افکار د قطر مساله څخه مهم موضوع لوری ته یوسی او هغه د ایران مداخلاتو سره مقابله د عربی هیوادونو په چارو کی وو.

کویت ددی مقصد لپاره، ښه انتخاب په نظر راځی؛ ځکه د هغه هیوادونو په منځ کی چی ددی اقدام لپاره مناسب وی، کویت کم لګښت او لنډ ترینه لاره حسابیږی.

کویتیان ددی څخه مخکی هم د تهران سره اړیکه کم کړی وو او دهغوی دا اقدام په ایران کی د عربستان سفارت باندی برید وروسته ترسره سو.

سربیره پردی، له بل لوری، بی بنیاده او شک لرونکی قضیی لپاره د کویت تصمیم لپاره د تهران سره اړیکو لږولو کی، یو لوی رسنیزه غوغا د عربو په نړۍ کی رامنځته کوی.

ددی غوغا جوړونی ترسیوری لاندی، عرب رژیمونه د عربستان په مشری، په آسانی سره کولای سی د قطر سره د اړیکو بیرته سمولو لپاره ګامونه پورته کړی، بیله دی چی د شاته تګ لپاره کوم استدلال او دلیل ته اړتیا ولری.

په دی سره، د سعودیانو لمن ته  د کویت سقوط د لګښت څخه خالی نه دی. دا سقوط ددی لامل ګرځی ترڅو کویت عربستان پوری وتړل سی، د هغه استقلال ساتنی لپاره انتخابونه محدودوی؛ هغه څه چی کولای سی د خاورمیانه په تنشونو کی میانه خطی او معتدل انتخابولو کی کویت لپاره منفی اثر ولری او دا عرب لږ توانه هیواد د لویو بحرانونو سره مخ کړی.

https://avapress.com/vdccseqsm2bq048.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته