دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ جدی ۱۳۹۳ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 104615
تکفیریان د وهابیت سپيره پایله ده

د ایران  په قم ښار کې یو لوی مرجع او مجتهد  تکفیریان د  وهابیت د فرقې  سپیره پایله وګڼله .
زمونږ دخبریال د راپور له مخې ایت الله ناصر مکارم شیرازی  پرون په قم ښار کې وویل  له وهابیت سره د مقابلې یوه ډیره ښه لاره  د نړۍ د خلکو لپاره د وهایت  او تکفیریانو د رابطې بیانول دي.
دغه لوی مرجعه زیاته کړه :  دې ته په پام سره چې  وهابیت  کمزوری او غیر انساني منطق لري  د نړۍ د عمومي افکارو په نزد ځای نه لري.
د ایت الله مکارم شیرازي په وینا  وهابیت د عربستان په  شتمنیو سره غواړي  ځان په نړۍ وتپي  خو هیڅکله به په دې کار کې کامیاب نه.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccs0qsp2bqxe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته