دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 151659
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر طالبانو ته سخت خبرداری ورکړ

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وسله والو طالبانو ته سخت خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ چې امریکا به تر هغه افغانستان کې پاتې شي چې روغه جوړه نه وې شوي.

نوموړی دغه څرګندونې په وروستیو کې د ستراتیژيکو او نړیوالو مطالعاتو په څېړنیز مرکز کې د وینا پر مهال وکړه.

ښاغلي ټیلرسن وسله والو طالبانو ته په خطاب کې وویل، چې امریکا متحده ایالاتو به تر هغه په افغانستان کې پاتې شي چې د طالبانو فکر نه وي بدل شوي.

د امرکیا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې وسله وال طالبا دې د سولییزه مذاکراتو له لارې روان تاوتریخوالو ته د پای ټکې کیږدي.

نوموړی په همدې حال کې ټینګار وکړ چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا نوې ستراتیژي په کتو، هند او پاکستان کولای شي د افغانستان د سولې په بهیر کې یوه مهم رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ کابو دوه میاشتې مخکې د افغانستان او سویلي اسیا په اړه د واشنګټن نوې ستراتیژي په ډاګه کړه.

ولسشمر ټرمپ په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت پر دوام او ترهګرو ډلو پر لمنځه وړلو یې ټینګار وکړ.

نوموړې په همدې حال کې د ترهګرو پر ضد د افغان امنیتي ځواکونو له هڅو او مبارزې ستاینه وکړه او له افغان حکومت او وویل چې د افغانستان او د افغان پوځ د تقویې په برخه کې به د امریکا مرستې ادامه ولري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpsqso2bqpe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته