دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۰
د مطلب کود : 141759
میدان وردک کې د طالبانو د ځانمرګو بریدنو مسوول وژل شوی

په مرکز میدان وردک ولایت کې د وسله والو طالبانو یوه مهم قوماندان چې د یاد ډلې ځانمرګي بریدونو مسئولیت په غاړه درلود د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوی.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، سیمه ییز چارواکي وایي، دغه طالب قوماندان چې ملا حبیب الله نومیده د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی.

د میدان وردک والي ویاند عبدالرحمن منګل په وینا، په دغه هوایي برید کې ملا حبیب الله له خپلو دوو همکارانو سره یوځای وژل شوی.

هغه زیاته کړه چې ملا حبیب الله په چک او دایمرداد ولسوالیو کې د دولت ضد فعالیتونو او په ځانګري ډول په ځانمرګي بریدونو کې مهم رول درلود.

د مخالیفو وسله والو ډلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

میدان وردک د افغانستان په مرکز کې له غزني سره په سویل ختیځ کې ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

د میدان وردک په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.

سرچینه: د افغانستان خبري آژانس

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpsqso2bq0m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته