دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 131354
د ددولت او دحکمتیار داسلامی حزب دسولی پلویان او دهغه لرلید
دافغانستان داسلامی حزب د ګلبدین حکمتیار په مشری د طالبانو دسقوط وروسته د دحکومت څخه په موقته توګه نیوکه وکړه او د مرکزی دولت او خارجی ځواکونو سره وجنګیدل. خو تیر کلونه هم تلاش کړی دی چی دروازی ونه وتړی او دمرکزی دولت سره دیو ډول سولی په فکر کی وی. په دی منځ کی یو کال مخکی حکمتیار خپل چمتو والی دسولی لپاره اعلان کړی دی او دحزب دمذاکری ډله دځینو شرطونو لکه دخارجی ځواکونو وتل دافغانستان څخه، دموقت حکومت رامنځته کیدنه د حزب دټولو غړو آزادی، قضایی مصؤونیت ، دحزب دغړو دنومانو ایسته کیدل د تور لیست څخه، او دبین المللی تحریمونو رفع کیدل په کابل کی د سولی دعالی شورا، دسیاسی احزابو نماینده ګان، او مدنی نهادونو ترمنځ په میاشتو مذاکری سوی دی چی د قبلیدو سره مخ وو.

دافغانستان داسلامی حزب د ګلبدین حکمتیار په مشری د طالبانو دسقوط وروسته د دحکومت څخه په موقته توګه نیوکه وکړه او د مرکزی دولت او خارجی ځواکونو سره وجنګیدل. خو تیر کلونه هم تلاش کړی دی چی دروازی ونه وتړی او دمرکزی دولت سره دیو ډول سولی په فکر کی وی. په دی منځ کی یو کال مخکی حکمتیار خپل چمتو والی دسولی لپاره اعلان کړی دی او دحزب دمذاکری ډله دځینو شرطونو لکه دخارجی ځواکونو وتل دافغانستان څخه، دموقت حکومت رامنځته کیدنه د حزب دټولو غړو آزادی، قضایی مصؤونیت ، دحزب دغړو دنومانو ایسته کیدل د تور لیست څخه، او دبین المللی تحریمونو رفع کیدل په کابل کی د سولی دعالی شورا، دسیاسی احزابو نماینده ګان، او مدنی نهادونو ترمنځ په میاشتو مذاکری سوی دی چی د قبلیدو سره مخ وو.
په حقیقت کی دخارجی ځواکونو وتل او داسلامی حزب غړو ته دځینو سهمیی ورکولو شرطونه ددی تړون دتاخیر لامل وو. او ځینی نور مشکلات دتړون دتاخیر لپاره عبارت وو: داسلامی حزب سره دسولی لپاره ددولت داخلی اختلافات، تخنیکی مشکلات، د اسلامی حزب رهبر ته دځینو امتیازاتو ورکول لکه مالی او حفاظتی او یو ډول عفوه د حکمتیار د ځواکونو لپاره.
خو په اوسنی وضعیت کی لیدل کیږی چی دسولی شورا دسولی دمتن دنهایی کیدو څخه خبر راکوی او ددولت او حکمتیار ترمنځ دسولی تړون نهایی سوی دی او په نږدی وختو کی اعلان کیږی.
د اسلامی حزب پلویان او مخالفان
په تیرو میاشتو کی مدنی او بشری حقوق نهادونه، د افغانستان د حقوق بشر دکمیسیون مسوولان په دی عقیده وو چی باید دحکمتیار جنګی جنایات دسترګو څخه تیرنه سی او دمدنی جامعی نهادونه، سیاسی احزاب، ځینی سیاسی شخصیتونه لکه دافغانستان د همبستګی حزب، یونس قانونی، مجددی او ... د سولی دروند سره مخالفت کوله او حتی په رسنیو کی د دحکمتیار سره دسولی دتړون لپاره خپل نظریات نشر کړ. په اخیر کی عبدالرب رسول سیاف یو دجهادی مشرانو څخه او دثبات او حراست د شورا رییس هم اعلان کړ چی په هیڅ ډول سره دحکمتیار سره دسولی تړون نه منی. په دی برخه کی داسلامی جمعیت حزب او دعبدالله عبدالله ټیم هم د اسلامی حزب سره دسولی په برخو کی ملاحضات درلودل. په دا برخه کی مخالفتونه حتی د داکتر عبدالله دټیم ځینی غړی چی داسلامی حزب ارشد غړی وو ترمنځ وجود درلودی. خو دځینو مشکلاتو په ختمیدو سره داکتر عبدلله عبدالله په تازګی سره ددولت او داسلامی حزب ترمنځ دسولی دنه کولو څخه لاس اخیستی دی. دهغه وروسته د اسلامی جمعیت حزب هم دهغه څخه حمایت وکړ. نو دهمدی وجی لپاره باید متوجه واوسو چی که څه هم مخالفتونه کم سوی دی خو تر اوسه هم د حکمتیار سره دسولی مخالفتونه دافغانستان دخلګو او شخصیتونو ترمنځ وجود لری.
په حقیقت کی مخالفان په دی عقیده دی چی اسلامی حزب په لنډ مدته لکه دوحدت ملی حکومت کارونو ته خاتمه ورکول، د افغانستان دحکومت سره دقدرت تقسیم او... د افغانستان دامنیتی او مدنی نهادونو کی د یو خاص مقام نیونی او په دولت کی دشریک کیدو په لټه کی دی او دا کار د حکمتیار د تجزیه سوی حزب په حجم او تاثیرګزاری سره، مشروعیت او دهغه درهبر تاثیر ګزاری او د هیواد د اساسی قانون د ارزشونو سره یوشان نه دی.
په بل اړخ کی د سولی د تړون پلویان ډیر امنیتی، اقتصادی او سیاسی ګټی لری. په دا برخه کی د اشرف غنی خبری دسولی په خبرو کی شکاره دی او ددولت او داسلامی حزب سره دسولی تړون که څه هم دځینو اختلافاتو له عمله وځنډیدله. خو دا چی عبدالرووف ابراهیمی دپارلمان رئیس خپل په مجلس کی خپل پلوی توب د سولی د تړون څخه اعلان کړ او دسنا د مجلس نماینده ګان ددی تړون څخه حمایت کړی دی او دسولی دعالی شورا او اجرائی ریاست په تائید سره کولای سو د افغانستان په سیاسی ساختار کی د حکمتیار دحزب دحضور شاهدان واوسو. ددی تړون پلویان په دی عقیده دی چی د حکمتیار حزب د هیواد شرایطو ته لاسرسی پیدا کړی دی او دحکمتیار د لوی اختر پیغام ( د حکومت سره دسولی دتړون لپاره چمتو دی او دجنګ ادامه د افغانستان د دشمنانو په ګټه دی.) په هغه شرایطو کی چی د ۱۵ کلو راهیسی افغانستان د جنګ دحامیانو سره کوم تړون نه دی درلودلی کیدلای سی د افغانستان امنیت ته تغیر ورکړی. له دی لید څخه په حقیقت کی داسلامی حزب یوځای کیدنه دسولی دفدرالیسم د شبی روند ته په افغانستان کی ضعیف والی وربخښلی دی او اوناامنی لږ سوی دی او دسولی په روند کی دنورو مخالفو ډلو باندی به هم تاثیر وکړی.
چالشونه او لرلید:
په حقیقت کی همداسی چی عبدالله عبدالله، د اجرایی رییس اشاره کړی دی: موږ د سولی داصل سره موافق یو ( دسولی دتړون نهایی کیدنه د سولی لپاره یو مثبت ګام په افغانستان کی بلل کیږی، خو نا حل سوی چالشونه او مسائل وجود لری او نه دی مشخص چی د ددولت او اسلامی حزب سره دسولی په تړون سره امریکا، سازمان ملل، اروپا او دسازمان ملل امنیتی شورا ټول تحریمونه ددی ډلی څخه ایسته کړی که نه.
همداسی په هغه شرایطو کی چی اسلامی حزب په ۱۵ کالو کی کوم ډیر تاثیر د جنګ په میدان کی نه دی درلودلی آیا تړون پر امنیت او د وضعیت په ښه توب کی کوم تاثیر ولری او حکمتیار ته دسیاست او قدرت عرصو کی پوره زمینه برابریږی او دهغه مخالفان به دهغه درویکرد څخه قناعت وکړی؟
هغه څه چی مشخص دی سوله دحکمتیار آخر غشی دی. په دی حال کی د حکمتیار یو ډول انحصار طلبانه تفکر، متعدد مواضع ګانی د مسلحانه جنګ په جریان کی، دداعش سره همراهی، په دولت کی سهم غوښتنه او دانتخاباتو رامنځته کیدنه د احزابو دسهم په بنیاد او... ددولت دبازیګرانو د یو ډول لوبی په څنګ کی او دحکمتیار مخالفان او دحکمتیار مخکنی ملګری په اسلامی حزب کی د لسګونو خارجی اعمالو ترڅنګ کولای سی دتړون پر راتلونکی باندی تاثیرګزاره وی. دا په داسی حال کی دی چی اسلامی حزب هم دسیاسی او نظامی پلوه تجزیه سوی دی او دطالبانو په مقابل کی کوچنی شکاری او د سیاسی او قضایی او نورو غوښتنو ترڅنګ حکمتیار او دهغه بدبینان هغه ته پراخ امتیازات د متعددو چالشونو سره مخ دی.
لیکونکی: فرزاد رمضانی بونش
دسولی دمطالعاتو دبین المللی مرکز څیړونکی

https://avapress.com/vdccpsqs02bq118.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته