په کابل کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جیمز کنینګهم ویلي؛ په انتخاباتو کې په پراخ ګډون افغانانو یو وار بیا د خپل هېواد سوله ییز او ډیموکراټیک راتلونکي ته ژمنتیا په ډاګه کړه.
سپینې ماڼۍ هم د شنبې د ورځې انتخابات په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د ټینګښت لپاره یو مهم ګام بللی؛ خو د انتخاباتو له کمیسونونو یې غوښتي چې؛ د دې پروسي مشروعیت دې باوري کړي.
د ناټو عمومي منشي اندریس فوګ راسموسن بیا په یو بیان کې په انتخاباتو کې د میلونونو افغانانو د ګډون له کبله مبارکي ویلي او دا یې یوه تاریخي ورځ بللې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش په انتخاباتو کې د خلکو ګډون، د انتخاباتي کارکوونکو هلې ځلې او د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د امنیت ټینګښت ستایلی دی.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)