دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۴۱
د مطلب کود : 139356
د هلمند ولایت د نادعلی ولسوالی کي د عملیات ۱۷ میوند په نموپيل شوی دي‎
د هلمند چارواکی وایی، چې ددی ولایت کې د وسله والوطالبانوځپلو او له یادې ډلې د نادعلي ولسوالۍ نیول په موخه د میوند ۱۷ پوځي عملیات پیل شوي دی.
د افغان غږ (افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، افغان امنیتی ځواکونه په دې عملیاتو کې د هلمند مرکز په لویدیځ کې یوشمېرمهمو طالبانو نیول دی.
د پوله‎ ساتوځواکونو د ۴مې لوا قومندان، ظاهر ګل مقبل وایی، چي اوس‎مهال امنیتي ځواکونو د هلمند ولایت د لشګرګاه ۳ امنیتي حوزي ډېرې برخې د وسله‎والو له شتون څخه پاکې کړې.
هغه وویل، چي ده چې د نادعلي ولسوالی د مرکزپه لورپیل شوي عملیات پرمخ روان دي.
دوی زیاتیوی، چي دا عملیات د ۱۷ میوند په نوم پیل شوي دي چې د نادعلي اومارجې ولسوالیو عمومي لارې به خلاصې شي. په دغه عملیاتو کې مو ډېرو وسله‎والو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده.
هغه وویل، چی د افغان امنیتی ځواکونوعملیاتوکې د ۴ سیمه ‎ییزو پولیسو په ګډون ۳۲ کسان د طالبانو له بند څخه خوشې کړي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه څه ندی ویلی.
https://avapress.com/vdccpoqse2bq118.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته