دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۲:۲۹
د مطلب کود : 142659
د هیواد جاری وضعیت او د تریخ حقیقتونو څخه تیریدنه
دا ورځی د حکمتیار په راتلو سره د افغانستان په سیاسی صحنه کی، زموږ هیواد قضایا خاص او اساس مرحلی ته وارد سوی دی.
د اسلامی ګوند مشر په راتلو سره او د ملی وحدت حکومت ریاست په شروع کیدو سره د ښاغلی اشرف غنی په مشری، داسی شکاری چی د دولتداری خاص حالت د شکل نیونی په حال کی دی؛ هغه شکل چی د ډیرو پوهانو په باور، د څلویښتو کالو څخه مخکی، هر وخت په افغانستان کی حاکم او مسلط وو او اوسنۍ زمام داران او په راس کی یی ولسمشر غنی د هغه حالت دبیرته ژوندی کولو په لټه کی دی.
خو هغه خاص شکل د حکومتداری او دولت سالاری دا تک قومی او د یو قوم حکومت کول پر افغانستان او خلګو باندی دی چی د ډیرو پوهانو په باور، د ځینو کسانو له خوا د ریاست جمهوری څخه دننه او دباندی په شدت سره د اجرا کیدلو په حال کی دی؛ په داسی ډول سره چی په دی نهضت کی د پشتون د ډیرو مشرانو نوم په یو غږ سره اخیستل کیږی او د یو بل سره مرسته کوی!.
ددی پوهانو په باور، د حکمتیار داخلیدل په داسی وخت کی چی د تک قومی نهضت خپل اوج ته رسیږی او تجربه کوی به یی، نه سی کیدلای چی بیله کوم حساب او کتاب او سیاسی تدبیر څخه وی؛ ځکه چی که د اسلامی ګوند مشر په ریښتیا سره په هیواد کی دسولی او ثبات طرفدار وای، لومړۍ دومره کلونه به صبر نه وای کړۍ او ددی څخه ډیر ژیر د سولی پروسی سره یوځای کیدلای او هیڅ وخت به جنګونه د ۷۰ کلونو وروسته نه شروع کیدله او په کابل کی خونړیزه جګړۍ د مجاهدینو ترمنځ نه شروع کیدله!.
بنا پردی، ددی لید څخه، د اسلامی ګوند مشر داخلیدل په هیواد کی په جاری وضعیت کی، سل په سله تاکتیکی او پلان سوی دی چی د قوم ګرایی د پیاوړتیا او په افغانستان کی د تک قومی هیر سوی سلسلی د بیرته شروع کیدلو لپاره، صورت نیسی.
خو له بل لوری، ځینی صاحب نظران چی تعداد او شمیر یی هم لږ نه دی، په دی باور دی چی د ځینو سیاست مدارانو برخلاف چی د غیری پشتون قومونو څخه دی او د اوسنۍ تک قومی حاکمیت څخه هم خوشحاله نه دی؛ او وایی چی په افغانستان کی تک قومی سیستم ځواب ویونکی نه دی، په دی باور دی چی دهیواد د ژغورلو یواځنۍ لاره د بحرانونو څخه، د همغه تک قومی سیستم بیرته ژوندی کیدل دی.
ددی پوهانو په باور په افغانستان کی د بحران څخه ۳۰ کاله څه ناڅه تیریږی او په دی کلونو کی د افغانستان خلګ د غیری پشتون قومونو قدرت او حاکمیت شاهدران هم وو؛ خو بدبختانه یو هم نه دی توانیدلی ښه تجربه د ښه حکومتداری لپاره کسب کړی او د ځان څخه ښه خاطره پریږدی.
نو د همدی لپاره او د غیری پشتون قومونو ناکامه دولتداری تجربو ته په کتو سره او هم په هیواد کی د سولی او ثبات د راوستلو سخت اړتیا لپاره او د افغانستان امنیتی او اقتصادی وضعیت د ښه کیدلو لپاره، ناچاره باید د افغانستان حکومت تک قومی سی.
خو داسی په نظر رسیږی چی دا نظر باید یوڅه بدلون ورکړل سی او داسی بی حسابه هم ځینی نه سو تیریدلای چی د یو قوم په رشد او ترقی سره په افغانستان کی د نورو قومونو ترقی او رشد د یاده ووځی.
داسی په نظر رسیږی چی د افغانستان خلګ باید همغه د لوی ورور درلودل په افغانستان کی د حاکمیت او قدرت لپاره باید قبول کړی او هغه ته غاړه کیږدی او د هغه ترڅنګ خپل مشر وړونو سره چی همغه پشتانه دی، دا حقیقت هغوی ته وپوهوی چی نور قومونه په افغانستان کی هم افغان دی او دهمدی خاوری او اوبو څخه دی او په دی هیواد کی یو تربل برتری نه لری او هیڅ نهاد او یا ارګان ته دا اجازه ورنه کړل سی چی د فردی ترقی او رشد مانع په افغانستان کی وګرځی.
دوهم دا چی زموږ مشر وړونه د نورو اقوامو د ځان څخه تیریدنه یو ضعف ونه بولی او خپل قوم او قبیلی ته دا وپوهوی چی نور اقوام د افغانستان ساتنی او یو پارچګي لپاره، خپل حقوقو څخه تیر سوی دی او د ټولو افغانانو لپاره دا کار کړی دی او میدان خپل مشر وړونو ته پریښی دی تر څو هغوی خپل توان په اندازی افغانستان او خلګو سره ته صادقانه خدمت وکړی.
داسی په نظر رسیږی چی دا لاره د عقل او منطق لاره ده چی د افغانستان خلګ مخته لری او ناچاره دی ترڅو دا قربانی ورکړی؛ ترڅو شاید خپله او هیواد یی د امنیت او رفاه مخ ووینی.
https://avapress.com/vdccpiqso2bq0e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته