دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ حوت ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۵۱
د مطلب کود : 138456
بهرنیو ځواکونو دننګرهار ولایت کي برید کړی
دننګرهار چارواکي وايي، په دی ولایت ‎کې د بهرنیو ځواکونو د هوايي برید پر مهال ۱۲ تنه وسله وال ووژل شول.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د یاد ولایت کي د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوالي په دی اړه رسنیو ته وویل، چی دغه هوايي برید پرون ددی ولایت په اچین ولسوالۍ کې پر داعشان تر سره شوی.
هغه وویل، په دغه برید کې ۱۲ داعش وسله والو وژل شوی دي.
خو تر اوسه داعشیان په دی اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdccp4qse2bq108.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته