دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود : 148653
د امریکا نوې ستراتیژې اعلان پر وړاندې د پاکستان تند غبرګون

اسلام اباد د سویلي اسیا لپاره د امریکا نوې ستراتیژي اعلان پر وړاندې تند غبرګون وښود، په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ تیره ورځ د نوې ستراتیژي د اعلان په ترڅ کې پر پاکستان سخته نیوکې وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې هیڅ هېواد د پاکستان په څېر د ترهګرو پر ضد مبارزه نه دی کړی او هیڅ هېواد د پاکستان په څېر د ترهګرو ډلو پر وړاندې قرباني نه دی ورکړی.

خبرپاڼه زیاتوي چې اسلام اباد د امریکا ولسمشر له خوا د پاکستان پر وړاندې او له ترهګرو څخه د ملاتړ په اړه تورونه ردوي او یوځل بیا د ترهګرو ډلو د لمنځه وړلو په موخه پر ګډ همکاریو او هڅو ټینګار کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د پاکاستان او هند ترمنځ د کشمیر ستونزه په سیمه کې د شخړو یو له مهم لاملونو څخه دی.

د افغانستان جګړې په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د جګړو پای ته رسولو یواځیني لاره د افغانانو په مشری او دافغانانو ترمنځ مذاکرات او خبرې اترې دی.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر تیره ورځ د پاکستان پر حکومت نیوکه وکړه او وویل چې پاکستان اکثراً ترهګرو ډلو ته پټځایونه ورکوي او خبرداری ورکړ چې امریکا نور د پاکستان لخوا توندلارو ته د پټنځیو ورکړې پر وړاندې زغم نه لري.

نوموړې خبرداری ورکړ چې امریکا به نور داسې پاکستان ونه زغمي چې ترهګرو ته خوندي پټنځی وي سره له دې چې واشنګټن له پاکستان سره ډېره مالي او پوځي مرسته کړي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccp4qs12bq0e8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته