د کندهار په هوایي ډګر کې د بلک هاک جنګي چورلکو لپاره یو شمیر پیلوټانو د فراغت سندونه تر لاسه کړل.
دا پیلوټان چې شمیر یې شپږ تنه ښودل شوی،له دریو میاشتو عملي او تخنيکې زده کړو وروسته فارغ شول.
په سوېل لویدیزه حوزه کې د هوايي ځواک قومندن جنرال عبدالرازق شېرزی وايی، اوس يې د هوايي ځواک اړتياوې پوره شوي، خو پرسونل يې يوازي په روزنيزه برخه کې زده کړو ته اړتیا لري.
هغه وایي په عملياتي برخه کې تر پخوا پياوړي شوي او د پرمختللو وسايلو په ترلاسه کولو يې وسله والو ته ماتې ورکړې.
د شېرزي په خبره، د بهرنيو ځواکونو په همکارۍ يې هوايي ځواک پياوړی ساتلي او له مخي يې په سيمه کې مخالفين ځپلي دي.
امریکایي ځواکو د تلې په ۱۵مه نیټه بلک هاک جنګي الوتکې افغانستان ځواکونو ته وسپارلې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)