دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۱۸
د مطلب کود : 51315
ترکیې، هسپانیې او فرانسې په فاریاب ولایت کې د ځانمرګي برید په خاطر د
 د ترکیې جمهور رئیس عبدالله ګل د افغانستان د اسلامي جمهوریت
جمهور رئیس حامد کرزي په نامه د یوه پیغام په رالېږلو سره په فاریاب ولایت کې د تروریستي پېښې په خاطر خپل د ژورې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب څرګند کړي دي.

د ترکیې جمهور رئیس په خپل پیغام کې لیکلي، په یوه داسې وضعیت کې چې د افغانستان لپاره د سیمه اییزو همکاریو د لا تقویت په برخه کې زموږ هڅې ډېرې شوي، ددغه منفور برید ترسره کول په کلکه توګه غندم.

ده په خپل پیغام کې ددې تر څنګ چې له افغانستان سره یې د ترکیې د ملاتړ ډاډ ورکړی، د شهیدانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو لپاره یې د لوی خدای ج له دربار څخه د سم لاسي روغتیا هیله کړې.

دغه راز د هسپانیې حکومت او د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په خپلو جلا جلا پیغامونو کې، د میمنې ښار په ځانمرګي برید کې د ملکي تلفاتو له امله خواخوږي څرګنده کړې او دا برید یې په کلکه غندلی دی.
د هسپانیې د حکومت په پیغام کې ددې په ترڅ کې چې په فاریاب ولایت کې یې تروریستي برید په کلکه غندلی، د افغانستان له خلکو څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی او لیکلي یې دي چې د هسپانیې حکومت یو ځل بیا د تروریزم پر خلاف مبارزه کې د افغانستان له خلکو سره همغږي ښیي او د افغان ملت لپاره د سولې، ثبات او ترقۍ
ډکه راتلونکې غواړي. 

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په پیغام کې راغلي: فرانسه د خپلې خواخوږۍ مراتب د افغانستان له خلکو او د امنیتي ځواکونو له کورنیو سره چې په دې پېښه کې له منځه تللي، وړاندې کوي او هغوی ته تسلیت وایي.
په دې پیغام کې لیکل شوي چې د ترورېزم پر خلاف مبارزه کې فرانسه یو ځل بیا له افغانستان سره خپل پیوستون څرګندوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccp1qp.2bqss8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته