دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۳
د مطلب کود : 154953
د عطا محمد نور استعفا په اړه د ولسمشر غني پریکړه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ والي عطا محمد نور استعفا منظور کړی دی.

د ولسمشر غني له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي څو موده وړانې له خپل مقام څخه یې استعفا کړی وه.

خبرپاڼه زیاتوي، چې انجنیر محمد داود د بلخ د نوې والي په توګه د ولسمشر غني له خوا په دنده ګمارل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې ځینو کریو په ښاغلي نور د بلخ له ولایته د استعفا کولو فشارونه زیات کړي.

د جمعیت اسلامي د ځینو سرچینو په وینا، په ښاغلي نور د استعفا په خاطر فشارونه د’غوښتنو ‘ په څېر مطرح شوي.

بلخوا په وروستیو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې ګواکې ښاغلي نور د ولسمشر ماڼی له خوا له خپل دندې لیرې شوی.

د جمعیت اسلامي یو غړي او د ولسمشر پخواني سلاکار احمد ضیا مسعود له دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د ښاغلي نور لیرې کول به دهېواد پر امنیتي وضعیت منفي اغیزې ولري.

سرچينه : Afghan Voice Agency(AVA)
https://avapress.com/vdccp0qs12bqpo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته