دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 151596
سعودی اسلام؛ د غوړیدو څخه تر سقوط پوری

 

 

د نیم پیړۍ څخه ډیر کیږی چی سعودی عربستان د مالی امکاناتو او لوی نفتی شته منیو او دینی ژئو ځای درلودلوس ره خپل کلتوری نفوذ، دعوی او سیاسی نفوذ په نړۍ بالخصوص د اسلام په نړۍ کی ترلاسه کړی. د همدی لپاره دی چی هغوی هغه څه چی ما ورته ( سعودی اسلام ) بللی پراختیا کړی په داسی توګه ډیر اسلامی غورځنګونه ددی ډول اسلام څخه اغیز منلی دی.

د سعودی اسلام څخه مقصد څه دی؟

ځینی یی هم وهابیت بولی که څه هم په اساس کی وهابی دی خو سعودی اسلام وهابیت د ځینو عواملو له امله بدلون سره مخ سوی دی.

ځینی یی سلفیت بللی دی، خو بد رنګه سلفیت.

ځینی هغه حنبلی اسلام بللی دی... خو یو نجدی وچ حنبلی اسلام.

ځینی، ددی اسلام صاحبان د نوی ظاهریانو درلودونکی بللی دی، همداسی دی خو د هغوی ظاهریت بدلون کړی دی او سعودی سازی سوی دی.

ځینی هغه ابن تیمیه باندی منسوب کړی دی خو هغه کسان چی ابن تیمیه سره آشنایی لری پوهیږی چی هغه د نورو څخه ددی اسلام څخه ظلم او جفا لیدلی دی.

البته د هغوی اسلام په ځینی نورو اوصافو لکه تندروی او افراط ګرایی باندی هم موصوف سوی دی. په حقیقت کی ویلای سو چی سعودی اسلام د یاد هر وصف څخه برخه لری خو په مجموع کی دا ډول اسلام، د سعودی ریالونو(سعودی عربستان پیسو واحد) سختیو او نرمیو څخه جوړ دی. هغه اسلام چی د دوو شمشیرونو په سیوری کی محدود سوی دی او د آل سعود په لوری ورکوونی سره جوړ سوی دی.

اوس دا چی سعودی اسلام دا ډول مخلوط او شکل لری نو د نسب څخه تیریږو او ځینی خصوصیاتو په اړه یی خبری کوی. البته ځینی دا خاصیتونه د محمد بن عبدالوهاب او محمد بن سعود شیخینو ته راګرځی او ځینی هم د سعودی دریم حکومت یعنی د ملک عبدالعزیز حکومت د زامنو او کړوسیانو څخه تر اوسه پوری هم مربوطیږی.

اوس غواړم چی د سعودی اسلام سلبی اړخ ته نظر واچوم چی په حاضر حال کی ددی اسلام غالب او ظاهر خاصیت باندی بدل سوی دی.

۱ : شدت او تاوتریخوالی، د شکاره او بارز خاصیت په حیث، شدت او تاوتریخوالی په؛ افکارو، احکامو یا هم الفاظو کی... تردی ځایه چی سلفی او وهابی کلمه هم د خلګو ذهن او نظر کی د شدت او تندخویی او بنیادګرایی په معنی دی. حتی د سعودیانو په منځ کی عادی تعاملاتو کی هغه چاته چی په یو کار کی د حده ډیر سختی شکاره کوی وایی: لاتحنبلها، یعنی د حنبلیانو او سلفیانو په شان سختګیر او مبالغه مه کوه.

۲ : د نورو مسلمانانو او عادی خلګو سره تعامل کی او هغوی ته نظر د تکفیر( نور کافر بلل ) په نظر سره او تضلیل(نور ګمراه بلل) په نظر او تبدیع( نور بدعت کوونکی بلل) په نظر سره. حتی مخکنۍ او اوسنۍ لوی علما د تضلیل او تبدیع بریدونو څخه په امان کی نه دی او ځینی هم تکفیر مرز ته هم رسولی دی.

۳ : شمشیراو تاوتریخوالی باندی تکیه کول، دا هیواد د قتل، شکنجه، تښتونی لوړ میزان هیوادونو په لیست کی قرار لری. دا ټول د سعودی شیوخو شرعی حکم او سفارشی او مخکی آماده سوی فتواګانو په اساس صورت نیسی. د یادولو وړ دی چی ډیر هغه جنګونو کی چی سعودی عربستان شرکت کړی دی د مسلمانانو پر ضد دی.

۴ : فتنه منځته اچونه او مسلمانانو ترمنځ نښتی منځته راوړل. د مالی او لوجستیکی امکاناتو په ګټه اخیستنی سره توانیدلی دی چی ډیر مساجد، کورونه او مسلمان کورنۍ فتنه او دشمنی او فقهی او عقیدتی دشمنیو باندی مصروفه کړی.

۵ : د امت او امت علماوو سره خوارجو په شان تعامل او طاغوتیانو او والیانو سره مدخلی وار تعامل لری: هغه وخت چی موږ د سعودی اسلام مشایخو افراط ګرایی او سختیتوب څخه خبری کوو، مقصد مو په مطلق ډول نه دی. بلکه دا سختګیری او خاص تشدد د هغوی عباداتو او تعاملاتو کی دی خو د والیانو او حکامو سره چلند کی ډیر آسانګیره او تساهل لری. که حاکم هر کار ترسره کړی او هر انحراف او بدچلند وکړی، تر څو چی کولای سی د هغوی لپاره بهانی لټوی.

په کلی توګه: هغوی په هغه واحد کی هم مدخلی او خوارج دی.

سقوط: نشانی او اسباب:

سعودی اسلام چی د نیم پیړیو راهیسی پراختیا او غوړیدو په اوج کی وو، د څو کلونو راهسیی پژمردګی او سرګردانی او بی رونقی سره مخ سوی دی او اوس په سرعت سره سقوط مخته روان دی.

ددی سقوط ځینی نشانو ته اشاره کوو:

۱ – نفرت او بی تفاوتی چی په ټول خلګو او خصوصآ سعودی ځوانانو کی منځته راغلی دی. داسی توپیر چی د یو لوری افراطی دی او له بل لوری هم ظلم او فساد او بی عدالتی ته بی تفاوته دی. اوس په سعودی کی، فقهی او فکری او صوفی مذاهب چی له منځه وړل سوی وو بیرته رامنځته کیدو په حال کی دی.

۲ – هغه څه چی په دی آخیرو کی رسنۍ او عینی شاهدان خبر ورکوی چی ځین سعودی کلتور پوری تړلی کسان ځینی کتابونه سوځولی دی چی تراوسه پوری سعودی عربستان دا کتابونه چاپول او نړۍ نورو برخو کی ویشل لکه د ابن تیمیه، موسوعه الدرر السنیه فی الاجوبه النجدیه او داسی نورو کتابونو په شان، سعودی مسئولین اوس خپل تولیداتو او اجناسو سره مشکل پیدا کړی دی.

۳ – هغه څه چی په اخیرو کی د سعودی خارجه چارو وزیر د روسیه ۲۴ شبکه سره په مصاحبه کی ویلی دی چی دا هیواد د مساجدو زرهاوو خطبا او ائمه د افراط ګرایی په خاطر ایستلی دی او دا چی دا هیواد د زده کړیز او افراط ګرایی سره مبارزی په اساس بدلونونو په لټه کی دی.

ددی خبرو او اقداماتو څخه، بیله ماتی بل کوم څه اخذ کیږی؟

ددی ماتی اسباب:

۱ – سعودی موضع ګیری د عربی بهار حوادثو سره چی د همغه شروع څه په وړاندی یی سخت ودریدل. سعودی وو چی د بن علی ( تونس دیکتاتور) څخه ملاتړ وکړ او ماتی وروسته هغه ته پناه ورکړه. همدا سعودی وو چی مصر دیکتاتور څخه دفاع وکړ. همدا سعودی د ابوظبی حاکم سره وو چی د هغه څخه د مصر منتخب ولسمشر محمد مرسی په وړاندی کودتا او مالی تامین کی لاس درلود. همدا سعودی وو چی د یمن خلګو قیام او غورځنګ ماته کی لاس درلود...

۲ – سنی اسلام غورځنګونو په وړاندی له منځه وړونکی جنګ او دشمنی ته ورود چی سیاسی اسلام باندی معروف دی. دا جنګ د ابوظبی حاکم په مرسته ترسره کوله.

۳ – سعودی عربستان علماوو او دینی موسساتو اخلاقی او علمی مصداقیت سقوط ددی لپاره چی ددی هیواد رسمی دولت سیاستونو متناقض موضع ګیری کړی دی. یو نمونه په دی افغان غږ خبری آژانسخرو کی د ښځو موټر چلونه حلال او حرام والی وو. بل نمونه هم د شیخ عبدالرحمن سدیس د مسجدالحرام امام اظهارات وو چی وویل: د سعودی عربستان او آمریکا په مشری نړۍ امنیت او آرامتیا لوری ته حرکت کوی....

۴ – روشنفکرانو او مستقل متفکرانو او نورو کسانو په وړاندی د ظلم او شکنجه ډیریدنه، دولت دننه مخلص غړۍ او هودارانو او وفادارانو تښتونه او نیونه. تردا ځایه چی استاد جمال خاشقچی وویل: په سعودی کی هیڅوک امنیت نه لری. همدا استاد خاشقچی د ډیرو کلونو راهیسی د سعودی او سعودی سیاست سخت ملاتړ کوونکو څخه وو خو اوس تښتیدلی دی یواځی په دی دلیل چی ددی نیونو او بندی کونو ترشا هیڅ منطق او واضح مقصد شتون نه لری.

 لیکونکی: دکتر احمد الریسونی

https://avapress.com/vdccosqse2bqpp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته