دخپریدو نیټه :جمعه ۱۵ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۳۱
د مطلب کود : 137592
عطا محمد نور د جمعیت اسلامي په ادرس له ولسمشر سره خبرې کړي
اجرائيهریاست وايي،چې عطا محمد نور د جمعیت اسلامي په ادرسه له ولسمشر سره خبرې کړي او له اجرائيهریاست سره هیڅ تړاو نه لري.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی: د بلخ ولایت سرپرست عطا محمد نور،چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د داکتر عبدالله ټينګ ملاتړی او د ولسمشر اشرف غني ټينګ مخالف وو داسې ښکاري،چې اوس نوموړي له ولسمشر سره پرځينو مسایلو او امتیازاتو خبرې پیل کړي دي.
عطا محمد نور په ډاګه کړې،چې اجرائيهرییس داکتر عبدالله عبدالله له حکومت سره د امتیازونو پرسر په چڼهوهلو کې پاتې راغلی دی؛نو،ځکه دی غواړي له ولسمشر سره پرځينو مسایلو خبرې وکړي او یوې هوکړې ته ورسیږي.
اجرائيهریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي وايي،چې عطا محمد نور د اجرائيهریاست په ادرسه له ولسمشرۍ سره خبرو ته نه دی حاضر شوی.
دغه راز نوموړی وايي،چې د حزب اسلامي له رهبرګلبدین حکمتیار سره د حکومت د سولې د هوکړه لیک له مخې د حزب اسلامي ټول هغه بندیان خوشي کیږي، چې له سخت دریځو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي.
رپوټونه وايي،چې عطا محمد نور له ولسمشر سره په خبرو کې خپلې غوښتنې مشخصې کړي دي؛پېنځلس ولایتونه، دېرش سفارتونه او سمې نیمې قونسلګرۍ، دېرش معینیتونه او مشرانو جرګې ته پېنځلس انتصابي وکیلان د نوموړيغوښتنې دي،چې له ولسمشر څخه یې غوښتي دي.
د اجرائيهریاست د ویاند په وینا؛تر اوسه عطا محمد نور ته د امتیازونو د ورکولو په اړه په حکومت کې هیڅ راز خبرې نه دي تر سره شوي.
https://avapress.com/vdccomqsi2bq1p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته