دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 146790
هلمند کې د ملا هبت الله زوی له خوا د ځانمرګي په اړه راپورونه

د وسله والو طالبانو مشر د ملا هبت الله زوی په سویل هلمند ولایت کې ځانمرګی برید ترسره کړی دی.

د طالبانو یوه سرچینه وایي « اخندزاده صاحب فدایی زوی خالد دګرشک په جګړه کي په خپل شهادت سره داوښوده چي داجګړه دعقیدې جګړه ده نه دمادیاتواو چوکۍ.»

د ځانمرګي په اړه د طالبانو سرچینه نور جزئیات نه دي ورکړي خو تیره اونی وسله والو طالبانو په ګرشک ولسوالی کې ډلییز ځانمرګي بریدونه ترسره کړه.

د هلمند ولایت مقام له خوا په خپره شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د پنچشنبې ورځ د سهار په وخت وسله والو مخالفينو د ده آدم خان او اوپاشک سيمو امنيتي کمربندونو ته څېرمه په انفجاري توکو بار دوه هاموې ټانګونو ته چاودنې ورکړي، چې دوه د ملي اردو او درې ملي پوليس يې سطحي ژوبل کړې دي او دغه راز دريم موټر بم پوليسو تر پېژندنې وروسته هدف ته تر رسېدو مخکې ويشتلی او له منځه يې وړی دی.

د ولایت مقام په وینا، اوس مهال د ګرشک ولسوالۍ ده آدم خان، پارچاو او اوپاشک سيمو کې امنيتي او دفاعي ځواکونه د مخالفينو سره په نښته بوخت دي، چې د هوايي ځواکونو له لوري يې بشپړ ملاتړ کېږي.

چارواکي وایي، په سيمو کې وضعيت د ځمکنيو او هوايي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دی، چې د مخالفينو د ځپلو او له سيمو د پر شا کېدو تر وخت پورې به پرې بريدونه دوام ولري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccoeqsx2bq0m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته