دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 146998
د غور ولایت شهرک ولسوالی کی جنګ دوام لری/ ۵ ولسوالی د سقوط خطر سره مخامخ دی
ځینی خبری سرچینی د غور په ولایت کی وایی چی ددی ولایت تیوره ولسوالی د سقوط وروسته د طالبانو په لاس، جنګ ددی ولایت شهرک ولسوالی کی هم جریان لری.

احمد محمودی یو مدنی فعال په غور کی و افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی د تیوره د سقوط وروسته، ددی احتمال وو چی طالبان نورو ولسوالیو باندی هم بریدونه وکړی.

په حاضر حال کی د ۸۰۰ تنو طالبانو په شاوخوا په دی ولسوالی کی حضور لری او برید باندی لاس پوری کړی دی.

ښاغلی محمودی وایی چی جنګ په دی ولسوالی کی په شدت سره روان دی. هغه وایی چی د تیوره، تولک، شهرک، دولینه او پسانبد ولسوالیانی هم د سقوط خطر سره مخامخ دی.

هغه وویل چی که شهرک ولسوالی ته مرستی ونه رسیږی، ددی ولسوالی سقوط احتمال هم سته.

د ښاغلی محمودی په باور، حزب اسلامی، د حکومت او مقاومت مخالف ځواکونه په شدت سره لاس په کار سوی دی چی دا جنګ شعله وره کړی.

هغه وویل چی د اسلامی ګوند هغه پاته شونی چی پاته دی، د دقیق ګزارشونو په اساس، دا ګوند د تیوره ولسوالی سقوط کی موثر نقش ترسره کړی دی.

له بل اړخه ځینی نور خبری سرچینی وایی چی د شهرک ولسوالی روغتون داکتران د امنیتی ګواښ په سبب دسیمی څخه خارج سوی دی.

دا په داسی حال کی دی چی جنرال مصطفی محسنی د غور پولیسو قوماندان رسنیو ته ویلی دی چی ډیر ځلی د ناامنیو او طالبانو شتون په اړه بالخصوص د تیوره ولسوالی کی د امنیتی شورا سره مو شریکه کړی دی او د هغوی توجه غوښتونکی سوی یو خو د امنیت شورا هیڅ اقدام نه دی ترسره کړی.

محمد اقبال نظامی د غور پولیسو ویاند و افغان غږ خبری آژانس ته وویل چی د شهرک ولسوالی کی د یو قوماندان سره د دولت همکار، د ماسپښین په یوه بجه لانجه کړی دی.

هغه وویل چی امنیتی ځواکونه د شهرک ولسوالی ته تللی او د شهرک او دولینه ولسوالیو کی د آماده باش په حال کی دی.

ښاغلی نظامی وویل چی د غور په هوایی ډګر کی هوایی امنیتی ځواکونه د آماده باش په حالت کی دی.

دا په داسی حال کی دی چی پرون سهار طالبانو د تیوره ولسوالی مرکز نیولی دی او د خلګو عام قتل او دولتی تاسیساتو باندی لاس پوری کړی دی.

د خلګو او سیمه ایزو چارواکو د اړیکو پریکیدوله امله د تیوره ولسوالی کی، تراوسه د جنګ د تلفاتو څخه کوم معلومات نسته.

https://avapress.com/vdccoeqs42bq0o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته