دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۲۹
د مطلب کود : 136593
د امنیتي ځواکونو کمین برید کې د یو طالب قومندان په ګډون ۶ تنو وسلوالو ته مرګ ژوبله واوښته
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس دخبرله مخی، د هلمند ولایت مطبوعاتی دفترنه خبرشوی په خبرپانه کي راغلی دی، امنیتي ځواکونو د هلمند نهرسراج ولسوالۍ کې ۵ وسلوال مخالفین وژلي او یوطالب قومندان یې ټپي کړی دی.

سرچینوی زیاتیوی، ګډو افغان ځواکونو پرون د نهرسراج ولسوالۍ په «کمپرک» سیمه کې د دولت هغو وسلوالو مخالفینو ته کمین نیولی وو، چې غوښتل یې موسی قلا ولسوالۍ ته ورشي.

په خبرپانه کی راغلی دي، په دې برید کې ټپي شوی طالب قومندان «مبارز» نومیږي او دغه راز یې یو ډاډسن موټر او یو زیکویک هم ویجاړ شوي دي.

دهلمند مطبوعاتی دفترخبرپانه راغلی دي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو په دې وروستیو کې بیلا بیلو سیمو کې وسلوالو مخالفینو ته درانه تلفات اړولي دي.
https://avapress.com/vdccoeqs12bq1p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته