دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۲۰:۴۲
د مطلب کود : 124398
ملي اردوپه عملياتو کي ۷۷ وسله والوطالبانو ته مرګ ژوبله اړولې
تېره اونۍ کي په نورو ترسره سوو علمياتو کي ۴۶ ماينونه هم کشف او له منځه وړل سوی دي.
د ۲۰۵ اتل قول اردو څخه خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دې قول اردو له خوا د طوفان په نوم د پيل سوو علمياتو په ترڅ کي، چي په تېره اوونۍ کي ترسره سوي د روزګان ولايت په شهيد اساس، دهراوت او د کندهار په غورک ولسوالۍ کي د توپچي او هوائي ځواکونو په ملاتړ ۴۸ تنه وسله وال طالبان وژلي او ۲۹ تنه نور هم ژوبل سوي دي.
د خبرپاڼي په حواله په دې او تېره اونۍ کي په نورو ترسره سوو علمياتو کي ۴۶ ماينونه هم کشف او له منځه وړل سوی دي.
خبرپاڼه کي کښل سوي، چي ګډ امنيتي ځواکونه د بې ګناه خلګو د ژغورني له پاره پر لپسې عمليات ترسره کوي او دا مهال هغه ټولي سيمي له ډاډمن امنيت څخه برخمني دي، چي امنيتي ځواکونو پکښي عمليات ترسره کړي دي.

سرچينه : کندهار ملی تلویزیون
https://avapress.com/vdcco0qs42bqi18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته