دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۹
د مطلب کود : 150074
کندهار کې چاودنې لږ تر لږه ۶ تنه ملکیان ووژل

په کندهار کې د سړک د غاړې په چاودنه کې پرون دوشنبه لږ تر لږه ۶ تنه ملکیان ووژل شول.

د کندهار د والي یو ویاند فضل باري رسنیو ته وویل، بم د تېلو د یوه ټانکر په لاره کې وچاودېده.

د دې حملې مسؤلیت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخېستی خو دا ډول بریدونه عموماً د افغانستان د دولت وسله وال مخالفین کوي.

تر دې وړاندې د جمعې په ورځ په کندهار کې په یوه انتحاري حمله کې چې له موټر څخه په کې کار واخېستل شو، یو رومانیايي پوځي ووژل شو.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmxqs02bqpx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته