دخپریدو نیټه :شنبه ۳ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 145278
افغانستان د  کرکت نړیوالې شورا غړی سو
د کرکت نړیوالې شورا په ډاګه کړې، چې افغانستان او ایرلیند دواړو هېوادونو په پوره رایو په دې شورا کې بشپړغړیتوب تر لاسه کړی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د افغانستان کرکت بورد د غبرګولي پر ۱۷ له کرکت نړیوالې شورا څخه د بشپړغړیتوب د ترلاسه کولو او په دې شورا کې د امتحاني لوبو د تر سره کولو غوښتنه کړې وه.
د کرکت نړیوالې شورا مشر دیوید رچردسن د دغې شورا له ناستې مخکې رسنیو ته ویلي وه، چې د افغانستان کرکت بورد وړاندې شوی غوښتنلیک ډېر ښه ترتیب شوی او قانع کوونکی دی.
د نوموړي له دغو څرگندونو وروسته د افغانستان د بشپړغړیتوب د ترلاسه کولو لپاره هیلې نورې هم وغوړیدې او افغانستان د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ لومړۍ) د کرکت نړیوالې شورا غړی شو.
پر بشپړ غړیتوب سربېره افغانستان د امتحاني لوبډلې درجه هم ترلاسه کړې، چې دا هم د افغانستان د کرکت په تاریخ کې ستره لاسته راوړنه ده.
د افغانستان د کرکت بورد مشر ښاغلي شکرالله عاطف مشعل او اجرائیوي مشر شفیق الله ستانکزي ټول ولس ته د دغې سترې او تاریخي لاسته راوړنې مبارکي وړاندې کړې ده.
دا هم په ډاګه شوې، چې اوس د افغانستان کرکت بورد د نړۍ په کچه یو غوره بورد پېژندل کیږي.
د یادونې وړده، چې افغانستان به پر نورو امتیازونو سربېره له کرکت نړیوالې شورا د څلور کلونو لپاره ۵۰ میلیون دالر هم ترلاسه کوي، چې د کرکت د ودې او پراختیا لپاره به لګول کیږي.
https://avapress.com/vdccmpqs42bq0i8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته