دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۸
د مطلب کود : 142776
چارواکي: فاریاب کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي

په فارياب ولايت کې د روانو پوځي عملياتو له کبله ٢١ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ١٧ تنه يې ټپيان شوي دي.

د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند کريم يورش تېره شپه ازادي راډيو ته وويل چې یاد وسله وال تېره اوونۍ په پښتون کوټ ولسوالۍ کې د پیل شویو عملیاتو پرمهال مړه او ټپیان شوي دي:

"د پنځو ورځو په بهير کې وتوانېدو پنځه کلي د دولت د مخالفو وسله والو يا تروريستانو له موجوديت څخه پاک کړو، په دې لړ کې دښمن ته درانه ګوزارونه ورکړل شوي، د دوى ٢١ تنه وژل شوي او ١٧ تنه يې ټپيان شوي دي."

د فارياب د امنيه قوماندانۍ وياند وايي، په وژل شويو وسله والو طالبانو کې د دوى يو مهم قوماندان ملا غلام رسول هم شامل دى چې په خنجري مشهور و.

کريم يورش وايي په دې لړ کې درې افغان پوځيان هم وژل شوي او ۴ تنه ټپيان شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmiqse2bq0m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته