دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۴۰
د مطلب کود : 126279
ځوان ټولنیزبنسټ د موجودیت اعلان وکړ- سباوون ځواک
ځوان ټولنیز بنسټ په جلال اباد کې د یوې پراخې راټولیدنې او علمي لکچر پر مهال خپل موجودیت اعلان او عملاً پرفعالیت پيل وکړ.
دا را ټولیدنه د روان ۱۳۹۵ لمریزکال د غویي (ثور) په ۲۲ مه د ماسپښین په ۳ بجو د جلال اباد د عبدالحق مېنې په نوین ښوونیز مرکز کې د سباوون ځواک په ویاندویۍ پيل شوه .
صحت سمسور د قرآنکریم څو مبارک آیتونه تلاوت کړل، وروسته ټول ګډونوال د ملي سرود درناوي ته ودریدل.
بیا فرهنګي فعال انجینر اباسین بهیر، مدني فعال نوید شینواری او د ننګرهار د والي سکرتر شفیق ننګ د مېلمنو ځای ته د ناستې لپاره وبلل شول .
وروسته د ځوان ټولنیز بنسټ مشر انجینرعبیدالله بشیر د پرانیستې وینا لپاره وبلل شو .
ښاغلي بشیر ټولو ته له هرکلي ویلو وروسته وویل، چې ځوان ټولنیز بنسټ یو خپلواک، ناپېیلی او د ځوانانو په نوښت جوړشوی بنسټ دی، پرعلمي او منطقي مبارزې او ټولنیزو خدمتونو زیات تمرکز کوي او هڅه یې دا ده، چې ځوانانو ته په مختلفو برخو کې د فکري، علمي او سیاسي پرمختګ زمینه برابره کړي .
هغه د بنسټ پرانیستغونډې ته په اشارې سره وویل، چې دوی ونه غوښتل دا بنسټ له بې ځایه لګښتونو، تشریفاتو او کلیشې سره پرانیزي؛ بلکې غوره یې وګڼله، چې له یوه علمي او ګټور لکچر سره خپله پرانیسته وکړي .
د ده په وینا له دې وروسته به هره اونۍ د پنجشنبې پرورځ ځوان ټولنیز بنسټ په نوین ښوونیزمرکز کې له ماسپښین وروسته پریوې مهمې ملي، سیاسي یا بلې مسئلې د لکچر کوربه وي، چې د پوهنتون استادان او د نظرخاوندان به پکې علمي لکچر او بحثونه وړاندې کوي .
بیا د الفلاح پوهنتون د سیاسي علومو استاد خوشال جواد وبلل شو، چې د «افغانستان او ټولنیز بحران» تر سرلیک لاندې خپل لکچر وړاندې كړي .
استاد جواد د ځوان ټولنیز بنسټ د دغه نوښت له ستایلو او د موضوع له حیاتي ګڼلو وروسته پر موضوع مفصل علمي بحث وکړ.
هغه بې سوادي، فقر، پرنیشه یي توکیو اعتیاد، د قانون کمزوری حاکمیت، کار اهل کار ته نه سپارل ، خپلو مسولیتونو ته د دولت ناکامله پاملرنه او یو شمېر نورې ستونزې په افغانستان کې د ټولنیز بحران عمده موارد یاد کړل او پر هرې یوې ، عواملو او حل لارو یې ځانګړی بحث وکړ .
هغه د یادو ستونزو د حل لپاره د دولت، مدني ټولنو، رسنیو او دیني عالمانو یو لاس کیدل او هر یو پخپله برخه کې د عامه پوهاوي او عملي اقداماتو لپاره مسول وګڼل . استاد جواد د لکچر په پای کې د ګډونوالو مختلفې پوښتنې هم ځواب کړې .
د لکچر په پای کې انجینراباسین بهیر د لنډو خبرو پروخت ځوان ټولنیز بنسټ او په نوې او علمي بڼه یې را څرګندیدل وستایل او دا یې په سیمه کې بې ساری او نوښتګر بنسټ وباله .
د یادونې وړ ده، چې د ځوان ټولنیز بنسټ په کوربه توب د بل اونیز لکچر موضوع او لکچر وړاندې کوونکی به معمولاً د بنسټ له فیسبوک پاڼې څخه اعلانیږي .
د بنسټ لکچرونه هره پنجشنبه دوه نیمې بجې وي او ټول ښاغلي پکې ګډون کولای شي ، پته مو هېره نه شي : نوین ښوونیز مرکز- عبدالحق مېنه – جلال اباد
 j

https://avapress.com/vdccmeqso2bqii8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته