دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 106073
د مذاکراتو د آوازو او د چین هېواد د منځګړیتوب په اړه د اسلامي امارت وضاحت
په دې وروستیو کې په رسنیو کې داسې افغان غږ خبری آژانسزې خپرې شوې چې ګني د افغانستان اسلامي امارت د کابل له ادارې سره د ګاونډي هېواد چین په منځګړیتوب د سولې مذاکرات پیل کړي، او په دې ترڅ کې چین هېواد ته د اسلامي امارت د یو پلاوي تګ د دلیل په توګه وړاندې کېږي.
باید ووایو چې د افغانستان اسلامي امارت له نړۍ، سیمې، په ځانګړي ډول له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره له پخوا اړیکې درلودلې دي، او وخت په وخت له اړتیا سره سم راشه درشه سره لري، چې ګاونډی هېواد چین هم د همدې هېوادونو له ډلې څخه يو دی. اسلامي امارت به د چین هېواد په شمول له نورو همسایه او د نړۍ له هېوادونو سره لیدو کتو او سفرونو ته د اړیکو جوړولو، پراخولو او د خپل دريځ روښانه کولو په موخه ادامه ور کوي.
د افغانستان اسلامي امارت تل غوښتي او غواړې چې له نړۍ، سیمې او په ځانګړي ډول له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره ښې او ګټورې اړیکې ولري؛ خو کومه چې د سولې په اړه د مذاکراتو لپاره د منځګړیتوب خبره ده، اسلامي امارت په دې اړه تر اوسه په خپل مخکني دریځ ولاړ دی او هېڅ کوم هېواد ته یې په دې موخه سفر نه دی کړی چې ګواکي منځګړیتوب دې وکړي او یا یې د نوموړي هېواد د منځګړيتوب وړاندیز ته مثبت ځواب ویلي وي. له همدې کبله کومې افغان غږ خبری آژانسزې چې په رسنیو کې ښکته پورته کېږي، حقیقت نه لري.
د یادونې وړ ده چې ګڼو هېوادونو وخت په وخت د خپلې خواخوږۍ له مخې چې له افغان ولس او اسلامي امارت سره یې لري، اسلامي امارت ته وړاندیزونه کړي چې د هېواد د ستونزې د هواري لپاره له خپل وس سره سم هر ډول مرستو ته تیار دي.
دافغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې په دې اړه د ټولو اړونده لوریو هڅو او هلو ځلو ته په درنه سترګه ګوري، تر اوسه یې په دې اړه نوی تصمیم نه دی نیولی، هر کله که په دې اړه نوی تصمیم نیسي، هغه به خامخا خپل ولس او نړۍ ته په ډاګه څرګندوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccmeqs12bqxx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته