د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، دغه برید نن سهار له شاو خوا ۹:۰۰ بجی دچارسده کې د یوې محکمې مخې ته شوي دي.
د چارسېدې د پولیسو مشرسهېل خالد په دي اړه رسنیو ته وویل، دوه ځانمرګوغوښتل، چې محکمې ته د ننه شي او بریدونه وکړي، خو د محکمې د ساتونکو له خوا پرې ډزې شوې دی.
سرچنیو ویلی، هغوی د محکمې پر لويه دروازه بمي حملې وکړې، خو پوليسو ترمحاصرې وروسته يو په ډزو و واژه او دوو نورو په ځان پسې چاودېدونکي مواد وچاودل او و وژل شول.
نوموړی ویلی، د ساتونکو د ډزو په ترڅ کې ۲ ځانمرګي وژل شوي او د لاسي بم په چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي او ۱۵ تنو نور ټپیان شوي.