د هلمند ولایت چارواکي وایي، چې د کورنیو چارو وزیر تیره ورځ ناوخته هلمند ته تللی دی.
که څه هم د هلمند دولتي مسولینو د بسم الله محمدې د دې سفر هدف په هلمند کې له نږدې څخه د امنیتي حالت ارزول ښودلي، خو په هلمند کې یو بل چارواکي ویلي دي، چې ښاغلی محمدي هلمند ته د دریو بریتانوي پوځیانو د وژلو د دوسیي د څیړلو لپاره ورغلې.
دغه کس چې نه یي غوښتل نوم یي په رسنیو کې په ډاګه شي ویلي یي دي، چې په دې اړه څیړنې پیل شوي هم دي.
یکشنبې په ورځ د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې یو کس چې پوځي جامې یي په تن وي درې بریتانوي پوځیان ووژل.
چارواکي وایي، چې برید کوونکي یي په ټپي حالت کې نیولی دی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)