دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۳۸
د مطلب کود : 150128
کندز: دولتي عسکرو په خپل موټر ۸ ملکیان مړه او ۱۳ نور ټپيان کړل
د دوشنبې په ورځ د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو «همفي» ډوله موټر د ملکیانو د موټر سره وجنګېد چې له امله یې لږ تر لږه ۸ تنه مړه او ۱۳ تنه نور مرګوني ټپيان کړل.



پيښه د خان اباد ولسوالۍ په خواجه پشتي سیمه کې نن تر غرمې مخکې پر یولس بجې را منځته شوه، د خان اباد سرپرست ولسوال رسنیو ته د پيښې تصدیق کړی دی خو د تلفاتو د شمېر ور ښودلو څخه یې ډډه وکړه.
بلخوا دمحلي روغتون مسؤولې ډاکټر مرضیه سلام رسنیو ته ویلي چې د پيښې له ځایه دوی ته د ۸ تنو ملکیانو جسدونه رسیدلی او ۱۳ تنه نور په ټپي حالت کې ورته رسیدلي دي چې په هغو کې هم د یو شمېرو ژوند د خطر سره مخ دی.
د پيښې نور جزئیات تر اوسه نه دي په ډاګه شوي خو د کندز امنیه قومندان جنرال عبدالحامد حمیدي رسنیو ته ویلي چې دوی به په دې اړه تحقیقات وکړي.
باید وویل شي چې د بشري حقوقو نړیوالې ټولنې په دې وروستیو کې راپورونو ورکړي چې د دولتي ځواکونو او امریکایانو په بمباریو او شپنیو چاپو کې د ملکیانو تلفات زیات شوي دي.
تېره ورځ هم د غزني ولایت په دهیک ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو په بمبار کې د یوې کورنۍ درې تنه ووژل شوه او یوه مېرمن ټپي شوې وه او همداسي دیوه مسجد په ګډون ۲ کورونه ونړېدل.

https://avapress.com/vdccixqs42bqps8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته