دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 126323
د افغانستان او المان اړيکي سل کلني سوې

د افغان ـ المان د سل کلني دوستۍ په وياړ د شنبې په ورځ د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کي غونډه جوړه سوه، چي د دولتي چارواکو تر څنګ پکښي مدني فعالانو او د کندهار ښار يو شمېر اوسېدنکو ګډون کړی ؤ.

په ورته وخت کي د افغان – المان د سل کلني دوستۍ په وياړ د المان هيواد له لوري په افغانسان کي د ترسره سوو بنسټيزو پروژو انځوريز نندارتون  هم پرانستل سو.

د افغانستان او المان تر مينځ د ډيپلوماټيکو اړېکو ډبره په ۱۹۱۵ ميلادي کال کي کښېښوول سول، چي اوس يې سل کاله پوره سول.

 

په يادو سلو کلنو کي دواړو هيوادونو خپل تر مينځ په سياسي، اقتصادي، فرهنګي، علمي او نور برخو کي خپلي اړيکي خورا ټينګي ساتلي دي.

المان په تېرو سلکو کالو کي د افغانستان د بشري ځواک ښه پالنه وکړه، د جنګ په کلنو کي يې افغانانو ته په خپل هيواد کي پنا ورکړه او د افغانستان په بيارغونه کي يې زياتي مرستي کړي دي.

په کندهار کي د افغان ـ المان د سل کلني دوستۍ په وياړ په جوړه سوې غونډه کي د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس حضرت ولي هوتک په ټول هيواد او په خاصه توګه په کندهار کي د المان هيواد مرستي وستايلې.

هغه د دواړو هيوادونو تر مينځ د اقتصادي او کلتوري اړيکو پر لا پراختيا ټينګار هم وکړ.

په غونډه کي د بشر حقونو د خپلواک کمېسون رئيس عبدالقادر نورزي او د اقتصاد رئيس محمد رحيم رحيمي هم د افغانستان سره د المان هيواد د مرستو مننه وکړه او وې ويل، چي المان هيواد د افغانستان سره تعليمي، فرهنګي او نورو زياتو برخو کي مرستي کړي دي.

تر غونډي وروسته د کندهار په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کي د افغان – المان  د سل کلنې دوستۍ په وياړ د المان هېواد له لوري په افغانسان کي د ترسره سوو بنسټيزو پروژو انځوريزنندارتون هم پرانستل سو.

په دغه انځوريز نندارتون کي چي لس ورځي به د خلګو په وړاندي پرانيستی وي، په سلګونو هغه انځورونه نندارې ته وړاندي سوي دي، چي د دواړو هيوادونو د دوستۍ څرګندونه کوي.


https://avapress.com/vdccieqs12bqi18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته