دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۶
د مطلب کود : 143522
ملی امنیت د هرات هوایی ډګر باندی د یو چاودیدونکی برید څخه مخنیوی وکړه
د هرات ملی امنیت مقامات وایی چی د هرات هوایی ډګر باندی د یو برید څخه مخنیوی کړی دی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبرګزاری له مخی، جنرال داد محمد حریفی د هرات ملی امنیت مشر ددی حادثی په سیمه کی خبرنګارانو هت وویل چی په یو موټر کی ډیر چاودیدونکی توکی ځای پرځای سوی وو چی د هرات بین المللی ډګر ته نمدی ګذره ولسوالی سنوګرد سیمه کی کشف او وپیژندل سو.
د ښاغلی حریفی په وینا، ددی عملیات اصلی طراح ملاصمد چی د شیندند د طالابانو مشهور قوماندانانو څخه وو چی غوښتله هوایی دګر تر هدف لاندی ونیسی.
هغه وویل چی دی حادثی پوری مربوط یو کس نیول سوی او د قضیی لا روشانولو لپاره ملی امنیت اداری ته استول سوی دی.
هرات ملی امنیت اداری مشر وویل چی دا د دولت مخالفینو لومړۍ هڅه د موتربمب څخه په ګټی اخیستنی سره وو.
د هغه په وینا، امنیتی ځواکونه بالخصوص ملی امنیت په هڅه کی دی ترڅو ددی ولایت آرامتیا وساتی او تروریستی بریدونو مخه ونیسی.
دا په داسی حال کی چی د هرات ولایت په اخیره اوونۍ کی د څو تروریستی بریدونو شاهدان دی.
https://avapress.com/vdcci1qsi2bq0p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته