دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۰۲
د مطلب کود : 154926
د امریکا، جاپان او روسیې ۳ فضانوردان فضا ته روان شول

د امریکا، جاپان او روسیې ۳ فضانوردان نن یکشنبه د قزاقستان له فضایي ستیشن څخه فضا ته روان شول.
 
دغه درې واړه فضانوردان، چې د روسیې په سیوز فضایي راکت کې د نړیوالې فضایي اډې پر لوري لېږدول کېږي، شپږ میاشتې به په دغه فضایي اډه کې ماموریت سرته رسوي.
 
د دوی فضایي راکت به له دغې فضایي اډې سره، چې د ځمکې د مدار له پاسه په ۴۰۰ کیلومترۍ کې راڅرخي، نن ونښلي.
 
درې ورځې وړاندې یوې فضایي وسیلې له دغې اډې درې فضانوردان، روسي، امریکايي او ایټالوي ځمکې ته را ورسول.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcci0qse2bqpo8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته